افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت:پاکستان کې ښکېل لوري باید له زغم او تفاهم څخه کار واخلي

شریعت: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د وروستیو تحولاتو په اړه د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلې: چې پاکستان کې ښکېل لوري باید له زغم او تفاهم څخه کار واخلي.اعلامیه کې راغلی: د افغانستان اسلامي امارت پاکستان کې د وروستیو تحولاتو په اړه، چې لاریونونه شوي او په ځینو مواردو کې په تاوتریخوالي هم اوښتي، خواشیني څرګندوي.د افغانستان اسلامي امارت پاکستان کې سیاسي ثبات د پاکستان د مسلمان ملت او د ټولې سیمې په ګټه بولي او له ښکېلو لوریو د زغم او تفاهم هیله لري. د بهرنیو چارو وزارت په روان وضعیت کې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د خوندیتوب په اړه خپلو استازولیو ته لازمې لارښوونې کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *