افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت له خوا د بشري حقونو  په برخه کې د همغږۍ کمېټه جوړه شوه

شریعت: بهرنیو چارو وزارت د بشر حقونو او ښځو نړیوالو چارو ریاست په نوښت او په افغانستان کې د یوناما د بشری حقونو څانګې په مرسته «د نړیوالو بشري حقونو قانون او افغانستان» تر عنوان لاندې په دغه وزارت کې د پوهاوي لوړوالي یو ورځنی لومړی سیمینار دایر شو.

شریعت: بهرنیو چارو وزارت د بشر حقونو او ښځو نړیوالو چارو ریاست په نوښت او په افغانستان کې د یوناما د بشری حقونو څانګې په مرسته «د نړیوالو بشري حقونو قانون او افغانستان» تر عنوان لاندې په دغه وزارت کې د پوهاوي لوړوالي یو ورځنی لومړی سیمینار دایر شو.

یاد سیمینار د اتو وزارتونو او مستقلو ادارو لکه د کورنیو چارو، عدلیې، امربالعروف او نهي عن المنکر، کار او ټولنيزو چارو وزارتونو، لویې څارنوالۍ، د استخباراتو عمومي ریاست، د زندانونو د تنظیم د چارو عمومي ریاست او د بهرنیو چارو وزارت  د نږدې ۳۰ تنو استازو په ګډون چې په خپلو مربوطه ادارو کې د بشر د حقونو موضوعاتو پورې اړوندې چارې پر مخ وړي جوړ شو.

په دغه سیمینار کې د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیر خان متقي وویل: «ننۍ نړۍ د یوه کلي په شان ده، غم او ښادي، ستونزې او مشکلات د ټولو شریک دي. د افغانستان د مشکلاتو په حل کې مونږ او نړیواله ټولنه ګډ مسئولیت لرو. که په افغانستان کې مشکلات وي، نړیوالې ټولنې ته نه ښایي، چې د سل سلنې ستونزو حل د پنځه سلنه ستونزو په حل پورې وتړي. له نړیوالې ټولنې مو غوښتنه داده چې د بشري مرستو او بشري حقونو موضوعات په سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړي.»

مولوي متقي وویل، چې دا یو لوی پرمختګ دی، چې د بهرنیو چارو وزارت د بشر حقوقو موضوعاتو ته د همغږۍ یوه بین الوزارتي کمېټه جوړه کړې ده تر څو وکولای شو په دې برخه کې پرمختګ وکړو او مشکلات کم کړو.

نوموړي زیاته کړه،: «دا ډول سیمینارونه له یوه لوري د پوهاوي او ظرفیت په لوړولو کې خورا ګټور دي او له بلې خوا موږ له نړیوالو نهادونو سره نږدې کوي. باید مونږ په دې برخه کې ډېر ځوانان وروزو تر څو مو هم ستونزې حل شي او هم د نړیوالې ټولنې له کړنلارو څخه ښه پوهاوی ولرو».

په پای کې امیر خان متقي د یوناما له ادارې او نورو سازمانونو وغوښتل، چې د افغانانو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د هغوی غږونه نړیوالو ته ورسوي.

امیرخان متقي د بهرنیو چارو وزیر د بین الوزارتي کمېټې له کړنو خوښي وښوده او وویل امید لرم، چې دا کمېټه او د بشري حقونو نړیوال سازمانونه وکولای شي افغانستان او نړۍ سره نږدې کړي.

 د بهرنیو چارو وزارت د بشر د حقونو او ښځو نړیوالو چارو ریاست سرپرست له ټولو ګډونوالو په مننې سره د دغه سیمینار عمده محتوا د نړیوالو کنوانسیونو پېژندل، د یوناما او د نورو نړیوالو بشري حقونو نهادونو د راپور ورکولو میتودولوژي وښوده او دا یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د میکانیزمونو او پر افغانستان یې د هغوی د اغېزو په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره یوه مهم سیمینار یاد کړ.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د بهرنیو چارو وزارت د بشر د حقونو او ښځو نړیوالو چارو ریاست به د نورو ادارو د کارمندانو د ظرفیت په لوړولو او د بشري حقونو له نړیوالو نهادونو سره د همکارۍ او تعامل د لا زیاتوالي په برخه کې له هېڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *