افغانستان

د بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان په شمال کې د داعش د شتون خبر حقیقت نه لري

شریعت: د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د شوروي لښکرو د ماتې او وتلو ورځې په نمانځغونډه کې ویلي؛ نړۍ افغانستان کې میلیاردونه ډالر ولګول او یوازې میلیونونه په نشه يي توکو روږدي یې پرېښودل، خو اسلامي امارت همدغه روږدي راټول او د درملنې لړۍ یې پیل کړه. مولوي امیرخان متقي په هېواد کې د ډلو او ټپلو جوړېدل، بې اتفاقي او د يووالي د نه شتون هغه لاملونه یاد کړل چې له امله یې افغانستان په کنډواله بدل شو او افغانان در په دره شول. متقي زیاته کړه چې له ۴۴ کلونو وروسته په افغانستان کې یو ګز داسې ځمکه نشته چې د بل چا تر واک لاندې وي، خو نړۍ د افغانستان دغه پرمختګ نه شي زغملی. هغه دغه راز د افغانستان په شمال کې هغه تورونه رد کړل چې ګنې د هېواد په شمال کې داعشیان شتون لري او ډاډ یې ورکړ: د افغانستان په هره سیمه کې چې یو داعش هم سر پورته کوي؛ ځپل کېږي به؛ خو نړۍ دې پر موږ بېځایه تورونه نه لګوي او په ټول افغانستان کې امن آمان دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *