افغانستان

د بهرنیو چارو وزیر د ایران له سفیر سره پر مهمو مسایلو خبرې وکړې

شریعت: بهرنیو چارو وزارت وايي افغانستان کې د ایران سفیر او ډېپلوماتانو سره يې د دغه هېواد د ويزو ورکړې

شریعت: بهرنیو چارو وزارت وايي افغانستان کې د ایران سفیر او ډېپلوماتانو سره يې د دغه هېواد د ويزو ورکړې پروسې پر چټکوالي او د سوداګرۍ او کرنې پر ښه والي او دې برخو کې د نویو اقداماتو په اړه خبرې کړې دي. د بهرنیو
چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد وايي چې مولوي امیرخان متقي، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد او د یاد وزارت ځینو رییسانو په ګډون، د افغانستان لپاره د ایران له سفير حسن كاظمي قمي، د سفارت مرستیال، ډیپلوماتانو او په هېواد کې د ایران د څلورو قونسلګريو له مسوولینو سره وکتل. سرچينې ليکلي په یاده ناسته کې پر سياسي موضوعاتو سربېره د ويزو د ورکړې په برخه کې د لازمې اسانتیا او چټکتیا راوستلو د سوداګرۍ او کرنې په برخو کې د نویو اقداماتو او څو نورو موضوعاتو د بهبود په تړاو خبرې وشوې. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند زیاته کړې په دې ناسته کې د هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ په اړه مفصل بحثونه وشول.
د یادونې وړ ده چې په دې اوږده ناسته کې د هر اړخیزې همکارۍ او هماهنګۍ په اړه مفصل او راڼه بحثونه ترسره شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *