افغانستان

د بهرنیو چارو وزیر: د سمرقند غونډې ګډونوالو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

شریعت: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د سمرقند غونډې ته ویلي، د افغانستان په تړاو د سیمې د هېوادونو سیاستونه باید د منفي تبلیغاتو او مخالفو قدرتونو د لومو ښکار نه شي، بلکې د خپلو ملي ګټو او منطقوي امنیت، ثبات او اقتصادي اتصال له زاویې افغانستان ته وګوري.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې مولوي امیرخان متقي دا څرګندونې د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ابتکار څلورمې ناستې ته په خپله وینا کې وکړې.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، افغانستان چې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا په یوه مهمه ستراتيژيکه سیمه کې موقعیت لري اوس د یوه مسوول او متعهد حکومت له واکمنۍ برخمن دی. یو باثباته او امن افغانستان کولی شي چې د سیمې په امنیت، ثبات او اقتصادي اتصال کې محوري رول ولوبوي. د نوموړي په وینا، دوی په هېڅ صورت اجازه نه ورکوي چې افغانستان له دې وروسته د منفي ټکرونو او نامشروع رقابتونو مرکز شي.
ده ویلي، اوس د دې زمینه برابره شوې چې افغانستان د سیمه‌ییز اتصال په ټولو پروژو کې، لکه ټرانس افغان رېل پټلۍ، ټاپي، ټاپ، کاسا زر او د چین په ابتکار د یو کمربند او یوې لارې پروژه کې خپل رول ولوبوي.
همدارز مولوي امیرخان متقي په یوه ویډیويي پیغام، سمرقند کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د یادو شوو موضوعاتو او پایلو په اړه خبرې کړې دي.
هغه ویلي، د سمرقند غونډې ګډونوال هېوادونه د افغانستان په تړاو مثبت نظر او په دغه هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا لري.
د بهرنیو چارو وزیر په خپل پيغام کې ویلي، چې د ټولو هېوادونو نظرونه مثبت و او لېوالتیا یي وه چې په افغانستان کې ښکېلتیا ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *