افغانستان

د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره په تماس کې:اسلامي امارت به هیڅ دښمن پرېنږدي چې امنیت اخلال او هېوادوال تشویش سره مخ کړي

شریعت: د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست مولوي امير خان متقي سره

شریعت: د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست مولوي امير خان متقي سره په ټيليفوني خبرو کې د بهرنيو چارو وزارت پر سړک چاودنه په کلکو ټکو وغندله او د خپلې ژورې خواشینۍ، همدردۍ او تسلیت مراتب یې وړاندې کړل او د يادې پېښې قربانيانو ته يې دعا وکړه.
مولوي امير خان متقي د خپل ایراني سیال د غمشریکۍ له څرګندولو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دښمنان غواړي په هېواد کې د حاکم اسلامي نظام په برکت ډاډمن امنیت ګډوډ کړي.
متقي همدارنګه وويل چې اسلامي امارت به هیڅ دښمن پرېنږدي چې امنیت اخلال او هېوادوال له تشویش او امنیتي ننګونو سره مخ کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *