سرمقالې

د بښنې، پالنې او خـوشـحالۍ ورځـې!

دا دی موږ د خپل عمر يوه بله مبارکه مياشت رمضان هم وروستيو ورځو ته ورسوله. موږ د يو مسلمان ولس په توګه ايمان لرو،چې د دې بختورې مياشتې وروستۍ لسيزه د الله تعالی د فضل او کرم پر اساس د مسلمانانو لپاره د آخرت له عذابونو د خلاصون او نجات ورځې دي،له همدې امله موږ هيله من يو چې څښتن تعالی به موږ ته ګناهونه راوبښي او هغه بېشانه قېمتي بدلې به راکړي چې خپله يې وعده کړې ده . البته په دغه مبارکه مياشت کې سر بېره پر روژه نيولو، تراويحو او ختمونو پر مسلمانانو د سپارښتنه هم شوې چې دوی څومره له خپل خالق او مالک نه د بښنې او پيرزوينې هيله من دي، هماغسې لږ ترلږه دوی هم بايد خپلو ځانونو کې د يو بل بښلو، خواخوږۍ او ورور ګلوۍ خصلت خپل کړي . ترڅو يوه مؤمنه ټولنه له دښمنيو، انتقامونو او حسدونو پاکه او د صميميت او محبت فضا کې ډاډمن ژوند وکړای شي. له بلې خوا دا ورځې په دې هم مهمې دي چې را روانه اوونۍ د کوچني اختر په نامه بيا هم د خوښۍ او پالنې څو داسې بختورې ورځې لرو چې يو ځل بيا د الهي رحمتونو او پېرزوينو دروازې را خلاصېږي او توبه کوونکو او شکر وېستونکو بندګانو ته ټولې ګناوې وربښل کېږي . پر دې اساس دا د ټول مسلمان امت ديني مکلفيت دی،چې په دغو شپو ورځو کې تر خپلې وروستۍ کچې پورې د الله عزوجل له نورو بندګانو سره ښېګڼه او نېکي وکړي، له بديو يې تېر شي او په هر صورت يې د خوشحالولو هڅه وکړي او هم خپل خالق نه د بښنې او ډېرې ښې بدلې هيله من اوسي. په تېره موږ افغانانو ته خو پرته له شکه لازمي ده چې د رمضان په دغو وروستيو ورځو کې په کلکه توبه وباسو او لوی خدای ته زارۍ وکړو چې نور مو له يرغلګرو دښمنانو او هر ډول ظالمانو وساتي او همدارنګه د الله تعالی د هغې سترې پيرزوينې شکرانه ادا کړو چې زموږ په شان بې وسه او تشلاسی ملت يې د نړۍ له پنځوسو ځواکمنو کفري لښکرو خلاص، زموږ په کمزورو لاسونو يې د هغوی کبر او غرور مات او حيثيت يې له خاورو سره خاورې کړ . اوس دلته د هغوی د سلګونو شيطاني پروګرامونو، فتنو او فسادونو مخه نيول شوې، زموږ د مؤمن ملت د بېلارې کولو بې شمېره نقشې او پلانونه شنډ او موږ په يوه آزاده، ډاډمنه او بې غمه فضا کې له خپلو ديني عقايدو او ملي ارزښتونو سره سم د خپل خدای عبادت او د ژوند نور مراسم ترسره کولی شو. له بده مرغه موږ وينو چې آن په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د عام ولس لپاره د عبادت او ژوند کولو دغه ډول شرايط نه دي مساعد او د ظالمو واکمنو ترلاس لاندې رعيتونه له څو ډوله شکنجو او بنديزونو سره مخ دي.
راځئ په ګډه د څښتن تعالی د دغو لورېينو، فتوحاتو او نعمتونو شکرانه ادا کړو، ستاينه يې وکړو او احکامو ته يې غاړه کېږدو. څو نورهم په همداسې نعمتونو ونازول شو او هېواد مو د تل لپاره خپلواک، پر ځان بسيا او هېوادوال مو د خپل خالق عبادت او سپېڅلي شرعي نظام د تطبيق لا ډېر توفيق ترلاسه کړي. لوی خدای جل جلاجله دې ټولو مسلمانانو ته روژې او نور عبادتونه قبول او را روان اختر دې موږ او ټول اسلامي امت ته مبارک او له خوښيو ډک وګرځوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *