بېلابېلې لیکنې

د بیان آزادي د چا لپاره او د څه لپاره؟

الله (ج) د بشر دلارښوونې لپاره څلور کتابونه اوسل صحیفې را نازل کړي دي. او دو روستي امت د هدایت لپاره

محمد علی عظمت
الله (ج) د بشر دلارښوونې لپاره څلور کتابونه اوسل صحیفې را نازل کړي دي. او دو روستي امت د هدایت لپاره یې عظیم الشان قرآن کریم راستولی او دهغه د تحفظ، ساتنې او خوندیتوب ذمه په خپله الله (ج) وهلې ده. او دا ضمانت یې په ډېر تاکید سره کړي دی. الله ج وایي:« حقیقت دادی چې دا ذکر ( قرآن کریم) همدا مونږ نازل کړی او مونږ ددی ساتونکي یو». (حجر / 9 )
الله ج خپل کتاب په خپله ساتي، هیڅوک د یوه مصحف په سوځو لوسره نه قرآن کریم د دنیا له مخې څخه ختمولي شي او نه یې احکام له منځه وړلی شي. بس یوازې سوځوونکی دځان لپاره د دوزخ اور خپل دایمي هستوګنځی جوړوي او همدارنګه د دنیا دالږ ژوند د ځان لپاره کړ او او عذاب کړي . ځکه همدا کافران د قرآن کریم د پیروانو د ډېرښت او زیاتېدوله امله ځوریږي وایي: « دا خلک غواړي چې په خپلو خولو دالله ج نور ( رڼا ) ګل کړي، حال داچې ، الله ج د خپلې رڼا پوره کوونکی دی، که څه هم کافرانوته دا خبره ډېره ناخوښه وي. هغه ( الله تعالی) هم هغه ‌ذات دی چې خپل رسول ( صلی الله علیه وسلم) یې له هدایت او رښتوني دین سره ولېږه ددې لپاره چې هغه په ټولو دینونو باندې برلاسی کړي، که څه هم مشرکانو ته داخبره ډېره ناخوښه وی» ( صف 9-8)
کافرانو دډیموکراسۍ اصول او قوانین جوړ کړي او په هغو کې یې د بیان آزادي تر ټولو مهمه بللی ده. نو له اسلامه ناخبره یا په نوم مسلمانان هم دیموکراسي ته خلک رابولي، همدا خوسا دیموکراسي د بشر لپاره ناجي او منجي بولي، ډېر ورته خوښیږي او نڅیږي، دهغې د ترویج او دود لو لپاره سو چه ، کلک پاخه مسلمانان وهي، ټکوي، بندي کوي او وژني، څو خوسا ډیموکراسي پرې ومني، او خپل دا ظلم او ناروا قانونې، جایز او رواګڼي. لکه څنګه چې له( 7/ 10/ 2001 م ) څخه تر
( 15/8/202 م ) پورې یې څڼې ورته وغورځولې او خپل مسلمان هېوادوال یې د امریکا او نورو صلیبیانو د باروتو خوراک کړل. له نېکه مرغه چې په افغانستان کې د صلیب زامنو ماتې وخوړه، نو پر کټیانو یې هم لوېدیځ ته مخه کړه، له خپلو کورنیو سره هلته ورو کوچېدل .
خبره د کفاروله خوا د ډیموکراتیکو اصولو او قوانینو جوړولو او په هغو کې هم د بیان آزادی وه، نو هغه یوازې او یوازې د قرآن کریم، د اسلام د ستر لارښو د حضرت محمد (ص) او نورو مقدساتو د توهین او سپکاوي لپاره جوړ شوي دي خو افسوس د هغه چا په حال چې ځان ته مسلمان وایي او ځان مسلمان بولي، ولې په سویډن کې یو مجرم را پاڅیږي، قرآن کریم سوځوي اما په نوم مسلمان ارام ناست دی هیڅ اعتراض نه پرې کوي قهر او غوسه خود ده په قانون کې نشته که چېرې د لویدیځ دستر خوان ته ناست لږ هم په خپلو مقدساتوخپه شي بیا یې رزق و رباندې بندیږي ، ولې دا د غرب غلامان هیڅکله هم په اسلام زړه نه در دوي که چېرې یې زړونه دردېدای نولویديځ ته به نه تلل!!!
هو! په سویډن کې د مسلمانانو مقدس کتاب ( قرآن کریم) وسوځول شو، ایره ایره شو کافرانو خپل زړونه ( فی الحال ) یخ کړل او د مخلصو مسلمانانو زړونه یې ودردول. د یوه مصحف په سرځولو سره نه ټول مصحفونه ختممیږي او نه د قرآن کریم سپېڅلي احکام پای مومي، بلکې هغه به د قیامت ترقیامه ( راتلو ) پورې وي. قرآن کریم زمونږ ( مؤمن به ) دی، ددې په سوځولو سره د مؤمنانو باور، عقیده او ایمان لاټینګیږي چې مسیحیان د نورو کفارو غوندې د اسلام سر سخته د ښمنان دي، هیڅکله د مسلمانانو دوستان نشي جوړېداي. نو هغه په نوم مسلمانان که افغانان دي او که د نورو اسلامي هېوادو وګړي دي، چې په خپلو لیکنو او وینا وو کې له مسیحیانو سره خپله دوستي څرګندوي او د دوستانو په القابويې نازوي. نوداد مسلمانانو استازي نه دي او نه د مسلمانانو استازیتوب کولی شي.
سویډن او سویډنی سیاستوال لوی مجرمان دی، ځکه چې د الله ج کتاب یې وسوځاو، خو له دوی سره سره هغه تش په نوم مسلمانان چې په سویډن او نورو مسیحي هېوادونو کې مېشت دي، هغوی ترې خورا ستر ستر مجرمان دي، ځکه هغوی له خپلو اسلامي هېوادونو څخه کفري هېوادونو ته کډوال شوي دي.
د سويډن هېواد کې د یوه سیاستوال په لاس د مسلمانانو کتاب وسوځول شو، هغوی لوی جرم تر سره کړ. نو اسلامي هېوادونو ته څه په کار دي؟
اسلامي هېوادونه باید لاندې څو کارونه تر سره کړي:
1- ټولو مسلمانانو ته لازمه ده چې قرآن زده کړي په ترجمه او تفسیرایې ځانونه پوه کړي او د قرآن کریم اړوند نور علوم هم زده کړي، نورو ته یې ورسوي او د رسول الله (ص) په دې وینا عمل وکړي.
2- ټول اسلامي هېوادونه باید د سویډن له مصنوعاتو او تولیداتو سره خپله پریکون اعلان کړی.
نه د هغه هېواد توکې خپلو هېواددونو ته را واردکړي او نه د خپل وطن مصنوعات او تولیدات هغه ملک ته ور صادر
کړي.
3- اسلامي هېوادونه باید له سويډن سره هر ډول اړیکي قطع کړي، دیپلومات او نور اړوند سفارتي کسان یې ورولیېږی.
4- د مساجد و خطیبانو او امامانوته لازمه ده چې د جوماتونو له محرابو او منبرو څخه خپل غږ پورته کړي د قرآن کریم حقانیت ، عظمت او اهمیت مسلمانانوته بیا بیا بیان کړي او د سويډن او دهغه د نورو ملګرو منحوسه څېره مسلمانانوته لاښه بربنډه کړي.
5- د اسلامي نړۍ رسنیوته په کار ده چې د سويډني سیاستوال کړنه وغندي او له خپل عظیم الشان کتاب څخه دفاع
وکړي.
6- د مدرسو، مکتبونو او پوهنتونونو ښوونکو او استاذانوته لازمه ده چې خپل رسالت ادا کړي او د سويډن هیواد نجسه څېره خپلو زده کوونکو او شاګردانوته وروښيي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *