تاریخ او جغرافیه

د تاریخــي نښو ساتنه

میدان وردګو کې د سید اباد سالار او تنګي دره هغه مرکزونه دي چې که له موږ سره د تاریخ ساتنې

داد محمد ناوک
میدان وردګو کې د سید اباد سالار او تنګي دره هغه مرکزونه دي چې که له موږ سره د تاریخ ساتنې هوډ وای، دا سیمې به پرخپل ډول پاتېدي، اوسېدونکو ته به يي تر دې مهمو سیمو کې ځمکې ورکول کېدې او کورونه به ورته رغول کېدل، چې زموږ د سرښندونکې تاریخ دا یادګاري دیوالونه همداسې ټپي ټپي خو باشهامته تر پېړیو درېدلي وای؛ د یوویشتم قرن د وحشتونو کیسې يي تر نسلونو رسولې وای او هغه څه چې هالیوډ يي په مصنوعي توګه فلمونو کې وړاندې کوي، دلته پرې شویو ونو، سوځېدلي سړک، نیم ړنګو توربخونو او زخمي دېوالونو د حال په ژبه سلامت تصویر زموږ راتلونکو نسلونو ته ايښی وای.
دلته پرې شویو د اوبو بمبو، دلته په لوګویو کې تورې شوې نیمه سوځېدلې ونې، دلته د تېلو په لمبو کې پاخه شوي سړک، د دوکانونو غلبیلو دروازو او د ملي‌خيلو کنډر سلګونه کورونه موږ ته د دې سیمې د سرښندونکو د قربانیو، ځان ځارونې او فدا کارۍ داستانونه لري.
تنګي دره کې هغه وخت چې له امریکايي سره مخامخ کېدل د سرتېري برید مترادف ګڼل کېده، خو حاجي صاحب فضل ربي امریکايي یرغلګرو ته همدې دره کې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، همدې دره کې یو ځوان له اوږې فیر وکړ او له لسګونو یرغلګو ډکه چورلکه يي را نسکوره کړه، همدې دره کې سلامتې کورنۍ تر خاورو لاندې شوې، حتی د ټولې کورنۍ د حال ویلو لپاره په زبون وهلي حالت کې یوازې یو ماشوم ژوندی پاتې شو.
هغه بله ورځني فلم کې د دې ماشوم ژبې خوند راکړ، زموږ سوچه او د ملت د مفکورې اصطلاح يي وکاروله، کله چې خبریال ترې د خپل پلار د قربانۍ اړوند وپوښتل چې چا ترې واخیست، لنډ يي وویل:
– کافرو!
دا کوچنی ترکیب زموږ د راتلونکي ذهنیت بیان دی، دلته شل کاله پر همدې زور ووهل شو چې د کفر او اسلام تر منځ پولې ونړېږي، داسې مسلماني رامنځته شي چې نه مسلمان ځان کافر وبولي او نه کفر ترې د خطر احساس وکړي، دلته به پروفیسرانو پر سټیجونو ویل، کافر ته د کافر کلمه مه کاروئ، پر همدې سیمنارونه برابرېدل، خو زموږ د دې اتل ماشوم په وړه خوله دې کوچني ترکیب د دوی پر شل کلنو منډو ترړو چلیپا راکش کړه!
یا ربه، ته زموږ د دې مردخیز وطن د هرې لوېشتې قربانۍ قبولې کړه او د دې بې جوړې قرباینو او ستا په رحمت دا راغلی نظام ستا پر لار ثابت
وساته!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *