افغانستاناقتصاد او رغونه

د تخار د احصائیې ریاست څه ‌باندې ۱۶ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي

د تخار ولایت د احصائیې او معلوماتو ریاست د ۶۶ زره برېښنایي پېژندپاڼو د وېش له درکه څه‌ باندې ۱۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول د دولت خزانې ته سپارلي دي.
د دغه ولایت د احصائیې او معلوماتو ریاست مسوول او د وګړو د ثبت آمر محمدعالم انوري وایي، چې په یاد ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش دوې فعالې څانګې په ورځني ډول له ۳۰۰ څخه د زیاتو غوښتونکو د بایومټریک معلومات ثبتوي او همدومره نورو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشي.
انوري زیاتوي، چې په دې ولایت کې د نویو پېژندپاڼو په ګډون له وېش وروسته خدمتونه هم فعال او وړاندې کېږي.
د یادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د یوې برېښنایي پېژندپاڼې بیه ۳۰۰ افغانۍ او د یوې مثنی بیه ۵۰۰ افغانۍ ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *