افغانستان

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت: هرات کې به د مسافرو لپاره ترمینال جوړ شي

شریعت: د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست ملا حمید الله اخندزاده هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت والي ته ډاډ ورکړ چې د هرات ښار جنوبي خوا کې د مسافر وړلو ترمینال جوړولو او د سیمه ییزې ادارې نورو غوښتنو او وړاندیزونو ته د رسېدو لپاره به له هېڅ ډول هڅو څخه ډډه ونه کړي. د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت پرون د یو خبرپانې په خپرولو سره وویل: چې د دې وزارت سرپرست ملا حمید الله اخندزاده هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي مولانا نور احمد اسلام جار سره وکتل. د دغې کتنې په پیل کې د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار دغه ولایت ته د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت سرپرست ملا حمید الله اخندزاده سفر څخه د هرکلي ترڅنګ د هرات ښار جنوبي خوا کې د مسافر وړلو ترمینال جوړول، د هرات – کندهار ترمنځ پروازونو پیل او د ترانسپورټي بندرونو سېسټم برېښنايي کولو باندې ټینګار وکړ. ورته مهال ملا حمید الله اخندزاده ډاډ ورکړ، چې د هرات ښار جنوبي خوا کې د مسافر وړلو ترمینال جوړولو او د سیمه ییزې ادارې نورو غوښتنو او وړاندیزونو ته د رسېدو لپاره به له هېڅ ډول هڅو څخه
ډډه ونه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *