دینې لیکنې

د تزکيــې او تصـوف معنی او اړیکه

څلورمه برخه / مولوي وقايت الله وقار

دوهم: بده ملګرتيا
ملګری د ژوند اصل دی او ژوند بې له ملګرتيا ممکن نه دی، د رسول الله صلی الله عليه وسلم په سيرت کې لولو چې تر ټولو نږدې ملګری ېې ابوبکر صديق رضي الله عنه وو، له پېغمبر کېدو وړاندې ېې هم له ده سره ځانګړې ناسته پاسته وه او د زړه خواله ېې ورسره کوله.
كه له ملګرتيا څخه رغېدی؛ نو بشپړ انسان؛ محمد صلی الله عليه وسلم به ترې رغېدلی وی؛ خو ښکاري داسې چې له دې پرته بله لار نه شته، ولې بده داده چې انسان له بدو ملګرو سره ناسته ولاړه ولري، قرآن کريم ددې اعلان کړی چې له بدو ملګرو سره ملګرتيا الهي عذاب دی او ددې عذاب لوی لامل له دين څخه مخ اړونه ده، هلته چې فرمايي:
ژباړه : څوک چې د مهربانه ذات له ذکر څخه مخ واړوي؛ نو مونږ به ورته يو شيطان مقرر کړو چې ملګری ېې شي، يقينا دا شيطانان خو ېې له حقې لارې څخه اړوي او دوی داسې ګومان کوي چې په سمه لاره دي، تر دې پورې چې کله مونږ ته راشي؛ نو وايي به: ای کاش چې زما او ستا ترمنځ د ختيځ او لويديځ هومره واټن وی، ته خو ډېر بد ملګری ېې. الْقَرِينُ (38) الزخرف
دکتور وهبة الزحيلي رحمه الله په التفسير المنير کې تر پورته ايتونو لاندې ليکي:
الله تعالی تر هغې پورې څوک نه ګمراه کوي چې څو ېې د الله تعالی له اوامرو څخه مخ نه وي اړولی، نو څوک چې د قرآن کريم له آياتونو او احکامو څخه ځان غافله کوي، مونږ د هغه د ګمراهۍ لپاره شيطان ګومارو، دا په حقيقت کې د هغه د کفر سزا وي، شيطان نو دده نه بېلېدونکی ملګری شي، له حلالو څخه ېې منع کوي او حرامو ته ېې تحريکوي، له اطاعت څخه ېې راګرځوي او د ګناه امر ورته کوي او په قيامت کې به هم ورسره ملګری وي، ځکه چې عذاب کې به سره شريک وي. أبوسعيد الخدري رضي الله عنه فرمايلي دي: کله چې کافر راپورته شي؛ نو له شيطانانو څخه له خپل ملګري سره به يو ځای شي او تر هغې پورې چې اور ته ېې رسولی نه وي، نه به ېې پرېږدي.
په بل ځای کې الله تعالی د بد ملګري په اړه ددې وضاحت کړی چې د قيامت په ورځ به ېې ملګرتيا د پښېمانۍ لامل ګرځي، هلته چې فرمايي: ژباړه: ياد کړه هغه ورځ چې کافر به په خپلو لاسونو خوله لګوي، وايي به: ای کاش ما د پېغمبر لاره نيولې وه، ای زه دې هلاک شم، کاش چې له فلاني سره مې نږدې ملګرتيا نه وه، يقينا زه خو ېې د قرآن کريم له راتګ وروسته بې لارې کړم او شيطان خو د انسان بې لارې کوونکی دی. ًا (29) الفرقان
له أبوموسی أشعري رضي الله عنه څخه روايت دی هغه فرمايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي – ژباړه: د نېک او بد ملګري مثال د مشکو د پلورونکي او آهنګر دی، د مشکو له پلورونکي به يو څه واخلې او يا به ېې خوشبويي حس کړې، آهنګر به دې بدن يا جامې وسوځوي او که نور نه وي نو بد بوی خو به ترې حس کړې. (صحيح البخاري)
ددې حديث شريف مفهوم دادی چې بده ملګرتيا بد عواقب لري او نېکه ملګرتيا نېکې پايلې لري، د بدې ملګرتيا اغېز حتما بد وي، يا به په مستقيمه توګه په انسان اغېز کوي او يا به هم په غير مستقيمه توګه انسان ترې اغېزمن کېږي، ولې په هيڅ شکل ترې بچ کېدای نه شي.
له دې حديث شريف څخه په ډاګه معلومېږي چې که يو څوک له بدو ملګرو سره راشه درشه او ناسته ولاړه لري او بيا وايي چې په ما د هغوی بد تأثير نه شي پرېوتی، دده خبره درسته نه ده او رسول الله صلی الله عليه وسلم په ډېر حکيمانه انداز کې دلته له دغه ډول اړيکې څخه منع کړې ده.
بده ملګرتيا که د دنيا د اور لامل نه شي؛ نو د آخرت د اور لامل کېدای خو حتما شي، مونږ په خپل کم عمر کې ددې تجربو شاهدان يو چې ډېر نېک خلک د بدو ملګرو له کبله له نېکۍ بې برخې شول او په داسې لارو ګودرو سر شول چې انسانيت ترې شرمېږي، دلته چې دا لوی لوی علمي وګړي ښوېېږي او په ځانګړې توګه څوک چې د واک يوې وړې او يا سترې ګدۍ ته رسېږي او بيا د خپل تېر ژوند بالعکس لاره باندې ځي، وېې پلټۍ حتما به ورسره داسې ملګري يو ځای شوي وي چې دده په بدنامۍ پسې به ېې راخيستې وې، ولې ده ته به په شاتو کې زهر ورکوي او دی به د خپل ځان او کارونو په اړه هيڅ ډول نه متوجه کېږي.
دلته به مناسبه وي چې د بدې ملګرتيا په تعريف وغږېږو، ډېر خلک داسې فکر کوي چې بده ملګرتيا دېته وايي چې انسان بدۍ، فساد او ناروا ته سوق کوي، ولې که حقيقت ته وکتل شي، بده ملګرتيا تر دې پراخه ده، ټولې هغه ناستې ولاړې او اړيکې چې د انسان اړيکه له الله تعالی سره متضرره کوي او يا پکې سستوالی راولي، بده ملګرتيا او بده اړيکه حسابېدی شي، کېدای شي ډېر کله ملګری د بد کار لامل نه شي، ولې دا چې د خير کار مخه ېې درته نيولې، دا په خپله بده
ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *