دینې لیکنې

د تزکيې او تصوف معنی او اړيکه

له ناوړه اخلاقو، بدو عادتونو او خويونو څخه د نفس پاکوالي ته تزکيه وايي، تصوف هم دېته ورته اصطلاح

 اوله برخه / مولوي وقايت الله وقار
له ناوړه اخلاقو، بدو عادتونو او خويونو څخه د نفس پاکوالي ته تزکيه وايي، تصوف هم دېته ورته اصطلاح ده، توپير ېې په دې کې دی چې د تصوف اصطلاح تر تزکيې وروسته استعمال شوې ده او نور نو په واقعيت کې ددې دواړو اصطلاحاتو ترمنځ کوم توپير نه شته، ځکه دواړه له دې بحث کوي چې څنګه انسان ځان نېکمرغه کړي، تر نورو ېې خير ورسېږي، ځان د (احسان) هغې مرتبې ته ورسوي چې د ژوند ټولې چارې ېې داسې برابرې شي چې د الله تعالی داسې بنده ګي وکړي لکه هغه چې ويني او که داسې نه وي؛ نو چې دېته خو ېې پام وي چې الله تعالی دی ويني؟
شرعي احکام چې له انسان سره اړيکه لري، په دوه ډوله دي، يو ېې هغه دي چې د انسان له ظاهر سره سر او کار لري او بل هغه دي چې د انسان په باطن پورې تړلي دي، لکه څنګه چې د ظاهري اعمالو پالنه د انسان په جوړښت کې رول لري، دغسې د باطني اعمالو تعقيب هم د انسان لپاره اړين دی.
پېغمبر صلی الله عليه وسلم خو د زړه په اړه فرمايي چې دا يوه داسې توکړه ده چې که روغه شوه؛ نو ټول بدن به روغ وي او که فاسده شوه؛ نو ټول بدن فاسدوي.
امام جلال الدين سیوطي رحمه الله په (الأشباه والنظائر) نومي کتاب کې ليکي: د زړه پوهه او د هغه د ناروغيو پېژندنه لکه: حسد، کبر، رياء او نور… امام غزالي رحمه الله ېې په اړه ويلي دي چې دا فرض عين ده. تصوف همداسې علم دی چې د انسان د باطن په اړه بحث کوي او په خاصه توګه په هغه کړنو او ويناوو غږېږي چې له کبله ېې د انسان باطن پليتېږي او ددې په حل لارو هم رڼا اچوي.
په دې بنياد نو د تصوف په صفت کې ويناوې شته، ځينو علماوو صوفيان ددې امت غوره خلک ګڼلي، ځينو تصوف په دې ډول تعريف کړی چې دا يوه داسې تګلاره ده چې انسان پکې د هيڅ مالک نه ګرځي او نه هيڅ څه دده واک اخيستی شي، ځينو ويلي: تصوف دېته وايي چې دنيا په حلاله طريقه لاسته راوړې؛ خو د زړه پر ځای ېې په لاس کې وساتې، ځينو ويلي: تصوف خو له الله تعالی سره بې تشويشه ملګرتیا ده، ځينو تصوف په دې توګه راپېژندلی چې دا له هر ډول بد خوی څخه د ځان خلاصول او په هر ښه خوی د ځان رنګول دي، ځينو ويلي: د نېکمرغۍ په پوړيو کې د کمال د خاوندانو له لوري دا داسې علم دی چې دغه مزل پرې ځان ته معلوموي، ځينو به ويل: تصوف سراسر اخلاق دي، څوک چې په تاسو په اخلاقو کې لوړ شو؛ نو وګڼئ چې په تصوف کې درباندې پورته شو. (عبد الله المسافر: أهمية التصوف)
دلته ځينې خلک داسې هم شته چې هغوی وايي: تصوف درست نه دی، دوی له دغې اصطلاح سره وران دي، دا سمه ده چې د تصوف اصطلاح په دوهمه هجري پېړۍ کې مشهوره شوې ده، مګر ددې معنی دا نه ده چې اوس دې ددې اصطلاح کارونه د بدعت په نوم ياده شي او يا دې د غير سالم تصوف په ټس کې سالم تصوف هم چليپا شي.
حقيقت دادی چې د تزکيې موخه د ژوند د ټولو چارو داسې اداره ده چې د انسان زړه په دې اوبه وڅښي چې ټول حرکات او سکنات ېې له الهي څارنې لاندې دي او دی که په فردي او اجتماعي ژوند کې هر تصرف کوي، خبره کوي، کار کوي، اقدام کوي، منع کوي، دا هر څه ېې د الله تعالی په وړاندې ثبتېږي او يوه ورځ به ورسره حساب کوي، همدا د سالم تصوف اړخ هم دی، هلته هم علمائ کرامو د خپلو تجربو په رڼا کې په داسې لارو غور کړی چې د شريعت له روح سره ټکر نه لري او د ځينو ځانګړو قالبونو په رڼا کې ېې مسلمان دېته هڅولی چې په رعايت سره ېې بايد څنګه مخ په وړاندې مزل وکړي؟ د بېلګې په توګه: اسلامي شريعت په دې ټينګار کړی چې مسلمان بايد له کبر او رياء څخه پاک وي، د نفس بنده ګي بايد ونه کړي، دی بايد په غيرشرعي چوکاټ کې د نفس د خواهشاتو پيروي ونه کړي او… دا چې اوس څنګه دغې موخې ته ورسېږي؟ نو د مسلمانو علماوو په لړ کې ځينو دېته کار ويلی او ددې لپاره ېې داسې طريقې د تجربو په حد کې ښودلي چې که يو څوک ېې په پام کې ونيسي؛ نو کېدای شي دده له خپلو تجربو به ورته ډېرې ګټورې وي، دلته اصلا ستونزه دې جوړه کړې چې بيا دغه د تجربو دايره ډېره پراخه شوې ده او هر چا د خپلې خوښې مطابق ځينې داسې کارونه او ويناوې چې له شريعت سره په ټکر کې هم دي، پکې ځای په ځای کړې دي او هغې ته ېې د نفس د اصلاح او تصوف نوم ورکړی دی، په دې سبب نو اوس چې څوک د تصوف نوم واخلي، د خلکو ذهن ته زر هغه ناوړه ويناوې او کارونه ودرېږي چې اسلام لا څه مطلق انسانيت هم ترې کرکه لري.
لکه څنګه چې د تفسير، حديثو، فقهې او نورو اسلامي علومو د بدنامولو لپاره دا خبره درسته نه ده چې ووايو: په دغه علومو کې هر چا له ځانه خبرې کړې دي، دغسې د تزکيې او تصوف په اړه به هم دا له انصافه لرې وي چې ووايو: دا ځکه پرېږدو چې خلکو پکې ځينې بې بنسټه خبرې کړې دي او ځينې په اصطلاح بې ځايه او حتی ناروا خبرې پکې موجودې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *