دینې لیکنې

د تزکیې او تصوف معنی او اړیکه پنځمه برخه

 مولوي وقايت الله وقار
درېيم: ګناهونه
دا مونږ چې په کومه دنيا کې اوسېږو اوس نو کاملا مادي شوې ده او ډېر کم به داسې ووينئ چې د معنوياتو په آبادۍ دې څوک آباد وي.
ښه ده چې د پورته عنوان تر وضاحت مخکې يو ساده مثال ذکر کړو، زمونږ د رسمياتو په عرف کې د آمر او مامور اصطلاح ډېره رواج ده او هر څوک په دې پوهېږي چې آمر يعنې څه معنی او مامور يعنې څه؟ په مادي دنيا کې نو مأمور ته له آمر څخه هيڅ ډول مخالفت روا نه دی او دا نو د مامور په ناغېړۍ او نا اهلۍ دلالت کوي چې په بيا بيا توګه دې د خپل آمر په مقابله کې ودرېږي او يا دې د هغه د يوه صريح حکم مخالفت وکړي، له همدې کبله نو د هغه مامور په رخصت او تأديب کې هيڅ شک نه کېږي، کوم چې د يوې ادارې د عامو اصولو په مقابله کې تعامل کوي.
څه فکر کوئ، کله چې يو مامور د آمر د امر مخالفت په خپل حق کې نيمګړتيا ګڼي او دا هر څه د يوې عادي مادي سرچينې د درېدو په سبب زغمي، آيا دا به لويه ناشکري نه وي چې مونږ دې د الله تعالی د بې شمېره نعمتونو په شتون کې راولګېږو او د هغه په مخالفت دې لاس پورې کړو؟
کله چې د لس دولس زره افغانيو له کبله مامور د آمر هر ډول امر ته لبيک وايي، آيا دا به نو لويه نمک حرامي نه وي چې مونږ دې د هغه ذات د امر او نهې کيسه کې نه يو چې زمونږ شتون، لويېدنه او پرمختګ هر څه د هغه په واک کې دي او په مونږ چې څه لورول کېږي، د هغه له خوا دي او هغه په مونږ باندې زمونږ له ميندو ډېر مهربان دی.
حقيقت دادی چې ګناه تر ټولو ذليله لاره ده او ګناهګار تر ټولو زيات ذليل ځکه دی چې په کار خو دا وه چې د الله تعالی د نعمتونو بدله ېې په شکر سره اداء کړې وه، ده خو شکر ونه ويست، مګر ناشکرۍ ته ېې مخه کړه…
لکه څنګه چې يو مامور په پرله پسې سرغړونو سره د آمر او اړونده ادارې په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوي او د يوه بدنوم لرونکی ګرځي، دغسې انسان د الله تعالی د مکلف بنده په توګه که په پرله پسې توګه د الله تعالی مقابلې ته راووځي؛ نو خپل اهميت له لاسه ورکوي او قرآن کريم خو د همدغه ډول انسانانو په اړه فرمايلي چې تر څارويو هم بدتر
دي.
که څه هم انسان د آدم عليه السلام د زوی په توګه له درنښت برخمن دی؛ خو کله چې دی د خپل درنښت پروا ونه کړي؛ نو الله تعالی هم ورته پاملرنه نه کوي او دی نو تر أسفل السافلين رسېږي.
ګناهونه بېلابېل بد نتايج لري چې له هغې څخه يو هم له علم څخه بې برخې کېدل دي.
امام شافعي رحمه الله چې کله د امام مالک رحمه الله خوا ته د شاګرد په توګه ورغی، نو کله چې ېې له هغه نه احاديث ولوستل او د هغه هوښيارۍ او پوهې متأثره کړ، ورته وېې ويل: زه تا وينم چې الله تعالی دې په زړه کې خاص نور اچولی دی، ته دغه نور د ګناه په تيارو باندې مه مړ کوه. (الداء والدواء)
ددې ترڅنګ له روزۍ څخه انسان د ګناهونو په سبب محرومېږي، زمونږ د اقتصادي ستونزو يو لوی لامل همدا دی. په يوه اثر کې راځي: «إنّ العبد لَيُحْرَم الرزقَ بالذنب يصيبه» يعنې يقينا انسان د ګناه په سبب له رزق څخه بې برخې کېږي.
امام ابن القيم رحمه الله فرمايي: لکه څنګه چې تقوا د روزۍ د لاسته راوړو وسيله ده، دغسې د تقوا پرېښودل د فقر لامل کېږي، د الله تعالی د رزق د لاسته راوړلو تر ټولو غوره وسيله د ګناهونو پرېښودل دي.
که ګناهګار څومره ستر انسان هم وي؛ نو خامخا له يو ډول وېرې او ګډوډۍ سره مخ وي چې دغه وېره او ګډوډي په خپله دده لپاره ستر عذاب دی.
که د دنيا ټول خوندونه د ګناهګار د ګناه له وېرې سره راټول شي؛ نو هيڅکله به د خوندونو په خوند پوه نه شي، امام ابن القيم رحمه الله فرمايي: که د ګناه په پايله کې يوازې وېره او ډار وی او بل هيڅ سزا ېې نه وه؛ نو د هوښيارو کسانو لپاره به مناسبه وه چې ګناه ېې نه وه کړې، ځکه چې د ګناه په وخت کې په انسان د وېرې سخت حالت راځي.
ګناهګار له خلکو څخه هم د وېرې احساس کوي، د ګناه په سبب په انسان باندې د ژوند چارې سختېږي، په زړه کې يو ډول تياره پيدا کېږي، زړه او بدن کمزوری کوي، انسان له نېکيو محروموي، عمر کموي، د نورو ګناهونو لامل ګرځي، د انسان فطرت مسخ کوي، د الله تعالی په وړاندې د انسان حيثيت له منځه وړي، د انسان د ګناهونو له کبله نورو حيواناتو ته تاوان رسېږي، د انسان د ذلت لامل ګرځي، عقل خرابوي، په زړه ېې ټاپه لګول کېږي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لعنت لامل ګرځي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم او ملايکو عليهم السلام له دعاوو څخه انسان بې برخې کوي او… (الداء والدواء)
د ګناهونو په زيانونو ټول پوهېږي، ولې ترې د ځان ساتلو لپاره اړينه ده چې په لاندې مجربو لارو چارو فکر وکړو:
لومړی: بايد د ګناه له ځای او اسبابو فاصله واخلو، ټول هغه ځايونه او لاملونه چې تاسو ګناه ته تحريکوي، پرېږدئ او په دې اړه د سبا پر ځای همدا نن اقدام وکړئ، ژوند دوه ورځې دی او ددې معلومات نه شته چې تر سبا به مونږ پاتې يو او که نه؟ ښايي چې سر له نن نه هغه ټول توکي چې مونږ ګناه ته کش کوي، پرېږدو.
دوهم: د ګناه په نتايجو کې بايد فکر وکړو. د ګناه د څو شېبو خوند پر ځای لږ په هغه نتايجو فکر وکړئ چې د ګناه له تر سره کولو څخه وروسته تاسو ورسره مخ کېږئ، هوښياري دا نه ده چې د څو شېبو خوند لپاره دې ابدي خوښي او خوندونه پرېښودل شي، بلکې هوښيار هغه دی چې د څو شېبو لپاره په ځان سخته تېره کړي، دلته د نفس او شيطان په غوښتنو قدم کېږدي او ځان ابدي نېکمرغه کړي.
درېيم: په روا بديلو لارو غور په کار دی. اسلامي شريعت د انسان د فطرت مخالف نه دی، بلکې اسلام د فطرت دين دی، په همدې سبب ېې د انساني فطرت ټولې غوښتنې تر نظر لاندې نيولې دي او د هغې د اشباع لپاره ېې معقولې روا لارې چارې ښودلې دي، په اسلام کې د نکاح فلسفه همدا ده چې دلته د انساني طبعي غريزې اشباع په يوه سمه او پاکه طريقه باندې کېږي، په همدې شکل د اسلام دين نور اړخونه هم دي، مونږ که د ګناهونو په لارو چارو او خپلو نفسي خواهشاتو ژور نظر وکړو؛ نو پوه به شو چې په روا لارو هم شونې ده چې زمونږ ډېرې غوښتنې د اسلام په رڼا کې په پاکه طريقه پوره کړو.
څلورم: بايد ځان محاسبه کړو. مخکې له دې چې د الله تعالی حساب ته وړاندې شو، بايد ځان په خپله محاسبه کړو، دا د عمر رضي الله عنه د قول مفهوم هم دی، په همدې بنياد مناسبه به وي چې د ځان د ادارې او کنترول لپاره په يو لړ وقايوي چارو سربېره په څه تعزيري سزاوو هم فکر وکړو، شونې ده ځينې مباح شيان په ځان بند کړو، ددې بندښت معنی به دا نه وي چې مونږ ېې حرام ګڼو، بلکې ددې معنی به داوي چې مونږ ېې حلال ګڼو؛ خو د نفس د تأديب په خاطر ېې په موقته توګه نه استعمالوو، څو نفس مو بيا سرکشي ونه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *