مقالی اوتبصرې

د تعليم او تعلّم اصول او لارښوونې دوهمه برخه

حضرت موسی عليه السلام یوازې د نبوت په ستر او سپېڅلي علم بسنه ونه کړه، بلکې هيله او ارزو يې وه، چې نور علم هم تر لاسه کړي، نو د مځکې پرمخ د يو داسې کس په لټه کې شو، چې تر ده په علم او پوهه کې اعلی او ارفع وي، تفسير طبري د حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنه څخه قصه رانقل کړې ده:
حضرت موسی عليه السلام د الله جل جلاله پوښتنه وفرمايل، اې زما ربه: تر ټولو لوی عالم څوک دی؟
الله جل جلاله په ځواب کې ورته وفرمايل: «الذي يبتغي علم الناس إلى علم نفسه، عسى أن يصيب كلمة تهديه إلى هدى، أو تردّه عن رَدى» یعنې هغه چې د نورو خلکو څخه د علم طلب او پلټنه کوي او د هر چا څخه د علم زده کړې هڅه کوي، نو ممکنه ده، چې کومه کلمه په لاس ورشي، هغه کلمه يې هدايت ته ورسوي، او يا کومه کلمه ورته ورسېږي، هغه کلمه يې د بې لارۍ څخه وژغوري.
موسی عليه السلام بيا وپوښتل، پر مځکه ستا يو بل بنده تر ما ډير علم لري؟
الله جل جلاله ورته وفرمایل، هو، پر مځکه زما یو بنده تر تا ډېر علم لري.
موسی عليه السلام بيا پوښتنه وفرمايل، اې زما ربه! ستا هغه بنده څوک دی؟
الله جل جلاله ورته وفرمايل، زما هغه بنده خضر عليه السلام دی، موسی عليه السلام د الله جل جلاله څخه د هغه د هستوګنې د ځای پوښتنه وکړه، الله جل جلاله د حضرت خضر عليه السلام د ځای ښوونه ورته وکړه.
حضرت موسی عليه السلام د حضرت خضر عليه السلام د هستوګنې ځای پيدا کولو پسې روان شو، چې بالآخر يې د الله جل جلاله له ښوونې سره سم د حضرت خضر عليه السلام د هستوګني ځای ته ورسېد، د حضرت خضر عليه السلام څخه يې لوموړی یوه غوښتنه وکړه، چې هغه غوښتنه يې الله جل جلاله په دې آيت کريمه کې ذکر کړې ده:
«قَالَ لَهُۥ مُوسٰى هَلْ أَتَّبِعُكَ عَلٰىٓ أَن تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا « ژباړه: «موسى(ع) هغه ته وويل:ايا زه ستا سره پاتې کېدای شم، تر څو چي ته ما ته هم هغه علم را زده کړې چې تا ته درښودل شوی دى؟
د موسی عليه السلام د حضرت خضر عليه السلام سره د مخاطبې په دغه اندازه کې د استاد احترام، د استاد سره د ښه ادب او حسنِ اخلاق ډير لوی درس او د تعليم ستر اصل پروت دی، امام فخرالدين الرازي رحمة الله عليه په خپل مشهور تفسير کبير کې د دې يوه آيت کريمه په ضمن کې د علم د اکتساب څو مهم او ارزښتناک ادبونه په تفصيل سره ذکر کړي دي، چې هغه آدبونه په لاندي ډول دي:
۱:- استاد د یوه رهبر، سرلاري او لارښود په توګه تسليمول:
استاد د خپلو شاګردانو او زده کونکو په منځ کې د يوه رهبر، سرلاري او لارښود حيثيت لري، هغه چې په خپلو پيروانو او ماتحت کسانو کې د یوه ځانګړي هدف او مقصد لپاره داسې جوش او حرکت پيدا کوي، چې هغوی بیا هر ډول تکليفونو، کړاوونو او مشکلاتو ته اوږه ورکولی شي، او هيڅ ډول خطرونه او ټکرونه يې ماتولی نه شي، شاګرد او زدکونکی هم په هر وخت کې د خپل استاد تابعدار او پيرو وي او په هر ډول حالاتو او شرائطو کې د خپل استاد پر پلونو روان وي، او د هيڅ ډول کږوالي لور ته میلان نه کوي، امام فخرالدين رازي فرمايې:
«حضرت موسی عليه السلام ځان د حضرت خضر عليه السلام تابع کړ، وروسته یې ورته وفرمايل، چې ایا زه ستا تابعداري کولی شم. «
که څه حضرت موسی عليه السلام د مرتبې له پلوه تر حضرت خضر عليه السلام اعلی او پورته دی، مګر حضرت موسی عليه السلام د کسبِ علم لپاره د خپل کور او وطنه سفر وکړ، د حضرت خضرعليه السلام پيروي او تابعداري يې اختيار کړه، او هغه يې خپل رهبر او لارښود ومانه.
دلته د يوه زدکوونکي لپاره دې لارښوني ته اشاره شوې ده، چې استاد په هر ډول حالت کې پر شاګرد فوقيت او لوړوالۍ لري، ممکن استاد د شاګرد څخه په نور علم کې کښته وي، مګر استاد د يوه ځانګړي علمه برخمن وي، نو شاګرد هغه علم څخه د استفاده کولو لپاره بايد د شرم او عار احساس ونه کړي، ځکه چې علم او حکمت د مومن ورک شوی ميراث بلل شوی دی، په هر وخت کې يې حقدار او په هر حالت کې يې اخيستلی شي، لکه څرنګه چې په لاندې حديث مبارک کې ذکر شوي دي:
«الحکمة ضالة المومن فحيث وجدها احق بها»
«حکمت د مومن ورکه ده، چيرته چې پيدا کړ، حقداره يې دی. «
دوام لري…

مولوي کريم الله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *