لیکنېمقالی اوتبصرې

د تعليم او تعلّم اصول او لارښوونې لومړی برخه

انساني ژوند د مځکې پر مخ په جهالت او تاريکۍ کې نه دی راټوکېدلی، بلکې د علم او پوهې په رڼا کې يې خپل لومړي ګامونه راخيستي دي، او په لومړي قدم کې يې د علم او پوهې تاج په سر شوی دی، انساني ژوند د څښتن تعالی د «عَلَم آدم الاَسماء کلّها» د هداياتو په رڼا کې خپل سفر پيل کړی دی، د علم او پوهې دغه ستره سلسله له پيړيوراهيسې روانه ده، چې آن تر ټولو وروسته يې زموږ آخري پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د «اقرأ باسم ربّک» پيغام راوړی دی، په دې سپېڅلي پيغام سره يې د مځکې پر مخ انسانيت ته د علم باغ او بڼ يو ځل بيا تازه کړی دی، د علم او پوهې د تيتې ډېوې رڼا ته يې نوې روح او ساه وربښلې ده.
نبي کريم صلی الله عليه وسلم چې نړۍ ته د الله جل جلاله وروستی پيغام وړاندې کړ، نو هر لورې ته د يوه سرتاسرې انقلاب او اوښتون انګازې خپرې شوې، د جهالت د تارکيو غوړېدلې توره لمن ټوله شوه، د هدايت د نور سپين سهار يې ښکاره کړ، د علم په فيضان يې ټول عالَم منور کړل شو، ځکه د الله جل جلاله له لوري نازل شوی کتاب قرآنکريم د ټولو علومو او فنونو د یوې سترې مجموعې حيثيت لرونکی و او دی، د دې کتاب په معناګانو، مفاهيمو او مطالبو کې غوپه شوي د علم او حکمت لارويان د هر دور د قديمو او جديدو علومو د جوهر سره اشنا دي، او په هره زمانه کې د دې سپېڅلي کتاب له محتوا ډول ډول جديد علوم او فنون اخيستل شوي او پنځول شوي دي.
د قرانکريم څخه چې لسګونه علوم او فنون ظاهراً سرچينه اخلي، او د سلګونو علومو او فنونو ضمناً زخيره ده، د دې تر څنګ د علومو د اکتساب د ادبونو او د تعلیم و تعلّم د تفصيلي لارښونو واقعات او بيانونه هم په کې شتون لري، او ورسره په سلګونو جملو کې يې د تعليم او تعلّم ارزښت او اړتيا ته اشاره شوې ده، لکه څرنګه چې په قرآنکريم کې الله جل جلاله د بېلابېلو ځمکنيو او سمندري سفرونو د واقعاتو يادونه کړې ده، ترڅو په هغه واقعاتو سره د فکر او بصيرت خاوندان نصيحت او عبرت ترلاسه کړي، ترڅنګ یې په قرانکريم کې داسې واقعات هم ذکر شوی، چې په ځانګړې توګه يې د تعليم او تعلَم مباديات او لارښوونې په تفصيل سره روښانه کړي وي.
د قرآنکريم د پنځلسمې سپارې سورت کهف په منځ کې د حضرت موسی عليه السلام او حضرت خضر عليه السلام قصه په تفصيل سره ذکر شوې ده، د دواړو پيغمبرانو عليهما السلام قصه د یوه علمي سفر ډول لري، په ياده قصه کې د تعليم او تعلّم متعدد اصول، لارښوونې او ګټور هدايات مضمر دي، د تعليم او تعلّم سره تړاوو لرونکو کسانو لپاره د تعليم او تعلّم په مرحله کې د هغه اصولو، لارښوونو او هداياتو عملي کول اړين او ضروري دي، د دواړو پيغمبرانو عليهما السلام دغه قصه د پيل څخه تر پايه د علم او پوهې د تر لاسه کوونکو لپاره د لارې مشال دی، هر طالب العلم يې بايد د علم ترلاسه کولو پر وخت په لاس کې ولري او شيبه په شيبه يې پر ځان عملي کوي.
انسان چې د علم او معرفت په بې پايه سمندر کې هر څومره غوټې ووهي، خو د دې سمندر وروستي حد ته نه شي رسېدلی، بلکې د علم طلب او تنده يې نور هم تانده کېږي او دا یو طبيعي اصل دی، چې د علم له معنوي هيکل څخه د استغنی سیوری لرې شوی، د دې لپاره د حضرت موسی عليه السلام قصه يوه ښه بېلګه ده، چې الله جل جلاله پر حضرت موسی عليه السلام د نبوت علم لورولی و، نبوت یو داسې علم دی، چې تر دې علم اعلی او پورته بل هيڅ علم کېدلی نه شي، خو بيا هم د حضرت موسی عليه السلام هيله او آرزو وه، چې نور هم د علم او عرفان په چينه خپله تنده ماتې کړي، تفسير طبري د حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنه څخه حضرت موسی عليه السلام دغه قيصه رانقل کړې ده، چې حضرت موسی عليه السلام ولې او څنګه د نور علم د زدکړې لاره نيولې
وه…؟ دوام لري…

مولوي کريم الله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *