لیکنېمقالی اوتبصرې

د تودوخې په موسم کې له مختلفوناروغیو څخه ځانونه خوندي کړ ئ

په ژوند کې روغتیا او سلامتیا غوره او ستره شتمني ده ، ځکه که چېرې یو شخص ناروغ وي نو هغه نه د ځان اونه هم د خپلې کورنۍ او ټولنې له پاره کار کولی شي او نه هم د پاک الله (ج) عبادت په ښه توگه ترسره کولی شي نو دا په ډاگه ویلی شو چې د هر انسان لپاره روغتیا او سلامتیا غوره سرمایه بلل کېږي اوهم انسان په دې مکلف دی چې باید د خپل ځان او خپلې کورنۍ د هر قدرمن غړي د روغتیا اوسلامتیا په ساتنه او څارنه کې جدي ، هوښیار او هڅانده واوسي او هراړخیزه پاملرنه ورته وکړي.داچې اوس د تودوخې موسم دی پردغه حالت کې پرموسمي ناروغیو د خلکو اخته کېدو احتمال زیات لیدل کېږي، نو له دې امله لازمه ده چې هر قدرمن هیوادوال باید چاپېریال ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي او د چاپېریال ساتنې د سیستم پوره رعایت ته په بشپړه توگه ژمن وي، ځکه په دې برخه کې د ناغیړیو له امله زیاتره وخت زموږ یو شمېر هیوادوال په ډول ډول ناروغیو اخته کېږي خو له بده مرغه ځینې دغه ډول ناروغان د روغتیایي آسانتیاوو د نه شتون له امله آن خپل ژوند له لاسه ورکوي، اوس له هروخته ډېره اړینه او ضروري ده چې هر قدرمن وگړی باید په لازمي توگه نسناستي او نورو موسمي ناروغیو په وړاندې ځان او د خپلې کورنۍ قدرمن غړي مخکې له مخکې وقایه کړي، یعنې هر څوک باید د نل ، لاسي بمبو ، پاکو او سرپټو څاگانو ، چينو او کاریزونو له اوبو باید استفاده وکړي، ناپاکې او غیر صحي اوبه باید له جوش اویا کلورینو له گډولو وروسته وڅښي، تازه میوې او ترکاري د کلورینو په اوبو یا پوتاشیم پرمنگناتو اویا مالگینو اوبو پریمینځي اوبیا دې ترې استفاده وکړي ، د اوبو لوښی باید ښه پریمینځل شي چې پاک شي او بیا ترې استفاده وشي، البته د څښاک اوبو پرلوښو ناولي لاسونه مه وهئ او هم په دغه ډول ناولو لوښو کې اوبه مه څښئ ترڅو ناروغان نه شئ، له ډوډی خوړلو مخکې او له رفع حاجت وروسته خپل لاسونه پرپاکو اوبو او صابون پریمینځئ ، د هغو خوړو له خوړلو ډډه وکړئ چې کوڅو او بازارونو کې پلورل کېږي، د خپل کور او کوڅې کثافات او اضافی توکې د اوسېدو له ځای او چاپېریاله لری یوسئ ، بیا هغه په ځمکه کې خښ کړئ اویا یي وسوځوئ ترڅو د حشراتو او حیواناتو په ذریعه د امراضو له انتقاله په امان کې و اوسېږئ، همداراز خولې ته د لاسونو وروړل کولی شي میکروبونه بدن ته ورداخل کړي، له غذایي موادو سره د ناولو لاسونو تماس کولی شي هغوته د میکروبونو د لېږدیدو سبب وگرځي، د هغو ټولو څیزونو پاک ساتل ضروري دي چې د خولی له لارې گیډې ته داخلېږي او دا طریقه د ناروغیو د زیاتېدو او اسهال مخنیوی کوي، الله پاک دې وکړي چې پورته یاد شوي ټکې په ښه توگه رعایت کړئ ترڅو ستاسو او هم ستاسې د کورنیو د قدرمنو غړو روغتیا او سلامتیا له هرپلوه تامین او خوندي شي او دژوند په بهیر کې د ډول ډول ناروغیو له گواښ سره مخامخ نه شئ او نه هم موسمي ناروغۍ ستاسو د خپگان سبب ونه گرځي، پردې اساس کېدای شي ستاسو د پرله پسې کوښښونو او بیدارۍ له امله ستاسو او ستاسې د کورنۍ د ټولو غړو د ژوند غوره سرمایه چي بشپړه روغتیا او سلامتیا ده په هېڅ ډول زیانمنه نه شي، بلکې د تل لپاره ستاسو د ژوند په بهیرکې خوندي پاتې شئ

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close