افغانستان

د توریستي او زیارتي شرکتونو ستونزو ته رسیدگي کیږي

شریعت: د ریاست الوزرا دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع تیره ورځ د توریستي شرکتونو ټولنې رئیس او غړو او د حج

شریعت: د ریاست الوزرا دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع تیره ورځ د توریستي شرکتونو ټولنې رئیس او غړو او د حج او عمرې مسوولو دولتي ادارو استازو سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د ریاست الوزرا دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس مولوي ګلزار احمد حقاني هم شتون درلود، یادو استازو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د رياست الوزرا د دفتر له عمومي رئيس سره شريک کړل.

‏د توریستي شرکتونو ټولنې رئیس حسن زي منګل د حکومت له لوري دې شرکتونو ته د متعددو جوازونو ورکړې، د حج او عمرې په چارو کې د متعددو ادارو دخالت، موجوده بیروکراسي، د حج او عمرې  پروسه کې د شفافیت رامنځته کولو او د مالیاتي فرار مخنیوي په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه بیان کړل.

د رياست الوزرا د دفتر عمومي رئيس ډاکټر ملا عبدالواسع له خلکو په ځانګړي ډول خصوصي سکتور سره د دې ډول کتنو موخه د اسلامي امارت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، ستونزو ته لاسرسی او د غوره کاري فضا رامنځته کول وبلل.

نوموړي زياته کړه، چې د یوه منظم چوکاټ له لارې به شته ستونزو ته ګډه حل لاره ولټول شي، ترڅو معتمرینو او سیلانیانو ته لا ډېرې اسانتياوې برابرې شي.

‏نوموړي د دوی له وړاندیزونو څخه په مننې زیاته کړه، چې د تعقیب لپاره به په راتلونکې کې نورې غونډې هم ولرو او اوسني وړاندیزونه او غوښتنې به له اړوندو مسوولینو سره شریکې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *