اقتصاد او رغونه

د تېز رفتاره موټرو ګمرکي تعرفې راښکته شوې

شریعت: د مالیې وزارت وايي چې له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۲ موډل لرونکو تېز رفتاره موټرو ګمرکي وارداتي تعرفه راټیټه شوې ده.

شریعت: د مالیې وزارت وايي چې له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۲ موډل لرونکو تېز رفتاره موټرو ګمرکي وارداتي تعرفه راټیټه شوې ده.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ هغه موټر چې تعرفه یې مخکې ۷۰ سلنه وه؛ اوس ۴۰ سلنې ته، هغه موټر چې تعرفه یې پخوا ۶۰ سلنه وه، اوس ۳۰ سلنې ته او هغه موټر چې مخکې یې تعرفه ۴۰ سلنه وه؛اوس ۲۰ سلنې ته راټيټه شوې ده.

یاد وزارت، د ګمرکي تعرفې له مخې د وروستیو لسو کلونو له ماډل پرته، هېواد ته د نورو تېز رفتاره موټرو واردول منع اعلام کړي دي.

مالیې وزارت د یادو موټرو د ګمرکي تعرفې د راټیټېدو موخه، د هېواد په بازارونو کې د زړو موټرو پر ځای د نوي ماډل موټرو او د ملي عوایدو زیاتوالی بللی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *