عجیب معلوماتلیکنې

د ثور دوو ورځو کرغېړنې پېښې

دویمه نړیواله جګړه پيل وه، د جګړې دواړو خواوو له افغانستانه غوښتل چې د دوی له مبارزې او کړنو څخه ملاتړ وکړي، اما د وخت پاچاد ناپېيلتوب پرېکړه وکړه او د یوه لوري په پلويتوب هم و نه درېده، د خپل هېواد بې طرفي یې دتېر په څېر بیا وساتله؛ ځکه جګړه پردۍ وه او په لومړۍ نړیواله جګړه کې امیر حبیب الله خان هم ناپېيلتوب غوره کړی و ۰چې دويمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده، نړۍ په دوو قطبونو ووېشل شوه، چې د يوه مشرۍ اتحاد جماهیر شوروي کوله او د بل قیادت امریکا پر مخ بیو، د دواړو قطبونو (کمونیزم او امپرالیزم) تر منځ سیالي او رقابت پيل شو.
د ګران هېواد واکمنانو له دواړو سره توازن ساته او د سیاست په اصطلاح له دواړو لوریو سره یې ډيپلوماټيکې اړیکې لرلې او هېواد یې د ناپېیلیو هېوادونو غورخنګ په لومړي کتار کې درولی و. د سرو شورویانو استخباراتو (K.G.B) زمونږ په هېواد کې غلامان او ځيره خواره ګوډاګیان پيدا کړل، د امپرالیزم دعوی دارانو هم یو شمېر پلویان لرل او د کمونیستانو په اصطلاح د نړیخور امپرالیزم لپاره یې کار کاو؛ خو د کې. جي. بي بړیڅي ډېر ژر منظم شول، ګوند یې جوړ او «د افغانستان خلق ډېموکراتیک» نوم یې پرې کېښود، چې ريښې یې تر ملکي او نظامي ادارو پورې وغځولې، د (کور، کالي، ډوډۍ) غوړ شعار یې پيل کړ.
د یاد ګوند مخکښان (د سر کسان) نور محمد تره کی، حفیظ الله امین، ببرک کارمل، میر اکبر خیبر، اناهیتا راتب زاد، بارق شفیعي، دستګیر پنجشیری، سلیمان لایق او نور وو. له دې پلیتو څخه نه ولسي کړۍ خلاصې وې او نه علمي، پوهنيزې او ښوونیزې حلقې، بلکې هر ځای یې خپل پلویان پيداکړي او د افغانانو د بېلارې کولو لپاره یې نرم او چرب دامونه غوړولي وو، نجسو کمونیستانو د افغانستان تر پارلمانه پورې پښې اوږدې کړې وې، ببرک کارمل او څو نور د پارلمان غړي وو او تل به یې په پارلمان کې د اسلام مقدس دین پورې خندل او ملنډې پرې وهلې. همداراز مطبوعات یې هم لرل او په خپله ورځپاڼه کې یې پر لېنن باندې درود ووایه او د (مرد نه زنه) فلم یې وښوده، چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم توهین یې په کې کړی و.
د ګران هېواد بربادونکو کمونیستانو د ژوند په هر ډګر کې د کمونیزم لپاره فعالیت کاو او د دې باطل فکر د خپراوي لپاره یې د سټالین لاره غوره کړې وه، نو هماغه و چې په (۱۹۷۸/۴/۱۷) یې خپل مخکښ او استاذ «میر اکبر خیبر» وواژه او د هغه د قتل تور یې په حکومت باندې پورې کړ، د نوموړي د جنازې مراسم یې په پرتمین ډول ترسره او د قبر پر سر یې د ویناګانو پر مهال د غچ اخیستلو ژمنه وکړه. د شهید ولسشمر سردار محمد داود استخباراتو هغه ته د کمونستانو د ویناوو راپور ورکړ، هماغه و چې د حکومت له، خوا یو شمېر لویان یې ونیول شول. ولې ځينې لوړ پوړي حزبي کمونیستان له بنده بهر پاتې وو، هغوی د ۱۳۵۷هـ ش د غوايي/ثور په اوومه پر سردار محمد داود خان باندې خونړۍ کودتا وکړه، د هغه د کورنۍ ۷۰ تنه یې شهیدان کړل او د دوی (کمونیستانو) له کودتا وروسته په ګران هېواد کې دزندیقانو له لوري قتل و قتال، ټولوژنې، ترورنه، مهاجرتونه او د مسلمانانو شیدول پيل شول، چې دا دی نن یې ۴۵م کال پوره شو، چې په دې ترڅ کې دوه ځله یرغلګرو (شوروي اتحاد او امریکا) پر ګران هېواد باندې ناروا یرغلونه وکړل او په لکونو افغانان د دې کودتا او یرغلونو په پایله کې په شهادت ورسېدل، سرو کمونستانو چې کودتا وکړه، ستر مرتد نور محمد تره کی یې د کابل په تخت کېناو، نوموړي هم یو په بل پسې فرمانونه جاري کړل، چې ټول د اسلام له مبین دین سره ټکر و او د دوی د نظام مرتده څېره ترې څرګنده شوه.
مرتد او زندیق تره کي او ملګرو او رفیقانو یې د افغان مسلمان ملت خلاف وسلې او د تعذیب او شکنجې وسایلو ته لاس کړ او په ټولوژنو، تري تم کولو، بندي کولو او مهاجرولو یې هیڅ صرفه و نه کړه. نو مسلمان ولس هم د علماؤ په فتوی باندې له کودتا څخه درې ورځې وروسته جهاد پيل کړ، د جهاد سنګرونه ورځ تر بلې پراخېدل او ګرمېدل، له غرونو څخه کلیو ته، له کلیو ښارونو ، د ولسوالیو او ولایتونو تر مرکزونو پورې ورسېدل. که کمونیستانو په ولس باندې بمبارونه کول، نو مجاهدینو هم د مرتد رژيم پر مزدورانو زړونه یخول.
هوکې! شورویان منتظر و، چې په افغانستان د کمونستانو وار پار خطا شي او دوی بربڼده نظامي مداخله وکړي، نو لومړی یې له یوه کاله او څو میاشتو واکمني کولو وروسته ملګری نورمحمد تره کی، د هغه وفادار شاګرد (حفیظ الله امین) په واسطه په ډېره نا اشنا طریقه وواژه او هغه یې د افغانستان د تاج و تخت واکمن کړ، هغه په نویو شعارونو مصؤنیت،عدالت او ۰۰ سره د کمونیزم خدمت ته ملا وتړله؛ که تره کي د هرات ټولوژنه، د کونړ د کرهالې قتل عام او نورې په لسګونو تراژیدۍ ترسره کړې، نو امین هم صرفه ونه کړه، د ازاد ولس او خپلواک ملت له بمبارولو پرته یې د دولس زرو (۱۲۰۰۰)بندیانو لېسټ پر کورنیو چارو وزارت باندې راوځړاو، چې هغوی یې پر شهادت رسولي وو. (د ۱۳۵۸ د لړم/عقرب دریمه)
د امین د واک شپې ورځې هم رالنډې شوې او د ۱۳۵۸ هـ ش د مرغومي/جدي په شپږمه(۶) د اتحاد جماهیر شوروي یو لک او څلوېښت زره (۱۴۰۰۰۰۰)عسکرو پر افغانستان باندې راودانګل، امین یې د خپلې کورنۍ له ډېرو غړیو سره له تېغه تېر کړ او د امپرالیزم په ګوډاګیتوب یې ونوماو، هغوی (شورویانو) ببرک کارمل د تاشکند له راډيو راوغږاو او بیا یې افغانستان ته له شوروي څخه راوړ ، ببرک هم شورویانو ته د خپل خدمت او غلامۍ ښه ثبوت ورکړ او تل به یې په خپلو خبرو او ویناوو کې د هغوی د دوستۍ لوري ته اشاره کوله.
شورویان هم د هېواد په لر او بر کې خواره واره شول، د افغان ملت په وژلو او شهیدولو یې لاس پورې کړ، چې د غوايي له کودتا ــ د نجیب پراځېدا پورې مو د شهیدانو شمېر شپاړس لکه (۱۶۰۰۰۰۰)ته ورسېد!! تر شوروي تاړاکه وروسته د جهاد سنګرونه لا ګرم شول، ټول ملت د قطبي خوګانو خلاف راپورته شو؛ واړه زاړه، نارینه و ښځينه د غلیم پر وړاندې ودرېدل، نو د کابل ګوډاګي رژيم مشر «کارمل» هم د «جبههٔ ملی پدر وطن» په نوم جبهه جوړه او د ملي پخلاینې بابولالې یې پيل کړې؛ خو شوروي عسکرو هماغسې هوايي او زمکني بریدونه جاري ساتل، اما د کارمل د بابولالو او د هغه د بادارانو د سختو عملیاتو په مقابل کې د مجاهدینو او ټول ملت په دریځ کې کوم بدلون نه برېښېده، بلکې لا یې موقف پياوړی کېده. (الحمدلله) ۰
د ببرک اوتو بوتو چې کار ور نه کړ، نو هغوی (شوروي اتحاد) هم د هغه پر ځای ډاکټر نجیب الله د کابل واکمن کړ، چې هغه هم خپل مداریتوب پيل او د خلق ګوند یې په «وطن ګوند» واړاو او سور بیرغ یې په درې رنګه بیرغ بدل کړ، خو ویښ ملت یې په کړو وړو او فریبناکو ویناوو و نه غولېده. د شورویانو لاسپوڅي ډاکټر نجیب الله غولونکې ویناووې کولې، قطبي خرسانو هوايي بمبارونه او زمکني عملیات کول او همدارنګه ډاکټر نجیب د قومي ملېشو په تشکیلاتو لاس پورې کړ، څو شورویان او د ده ملحد رژيم وساتي؛ خو برعکس د مجاهدینو غوڅو او پرېکنده ګوزارونو د شوروي عسکرو مورال بیخي ټيټ کړ، نو د کریملین واکمنو د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د ژنیو تړون لاسلیک او له نهه کلن اشغاله وروسته یې خپل عسکر په ۱۳۶۸ د دلوې په (۲۶مه )کوزې سترګې، ټيټ څټونه له افغانستانه ووېستل، اما لا تر اوسه یې بوټونه، خولۍ او جمپرونه د هېواد په غرونو کې پيدا کیږي. همداراز د دوی په خښو کړیو بمونو اوس هم افغانان مرګ ژوبله ګوري. قطبي خوګان لاړل، خپل کمونیست پرکټي یې په افغانستان کې پرېښودل، نو نجیب هم یو خوا د روغې جوړې خبرې کولې، بل لور ته یې د ګلم جمو ملېشې، د قهرمان جبار ملېشې، د کیان ملېشې او نورې … د افغانانو د شهیدولو او ایل کولو لپاره سوق کولې، نوموړي په یوه وخت کې دوه لوبې کولې. د ده د واک په وروستیو شپواو ورځو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي «بطراس بطراس غالي» خپل استازی «بېنن سیوان» افغانستان ته راولېږه، هغه یوه پينځه ماده یزه فارموله جوړه کړې وه، چې پر اساس به یې نجیب واک پرېښوده، ولې د کمونیست رژيم لوړ پوړیو افرادو په جبل السراج کې له ځينو مجاهدنماوو او ګلم جم ملېشو سره ائيتلاف جوړ او د هېواد په ولایتونو کې د مجاهدینو فتوحات ګړندي شول؛ ولایتونه او ولسوالۍ ګانې فتح کېدلې. نجیب چې د (یا وطن یا کفن) شعار ورکاو، هغه مسکین د کابل هوايي ډګر په لوري هند ته د تېښتې په موخه روان شو، ولې د ګلم جمانو له خوا را ایسار او په منډه د ملګرو ملتونو په دفتر ننووت. نجیب واک عبدالرحیم هاتف ته پرېښود؛ خو د جبل السراج د ناولي ائيتلاف د تړون پر اساس د شمال ټلوالې افرادو او دوستمي ملېشې له شمالي طرفه په کابل ورننوتلې. همدارنګه مجاهدین هم د نورو ولایاتو له فتح کولووروسته د غوايي په اوومه کابل ته ننوتل او ډېر ځایونه یې ونیول؛ خو د جبل السراج د ائيتلافي ځواکونو له لوري له کابله ووېستل شول، په پېښور کې د مجاهدینو مشرانو یو غیر متوازن حکومت جوړ او د دوو میاشتو لپاره یې حضرت صبغت الله مجددي د ارګ د دوو کوټو لومړنی جمهور رئیس کړ، چې ورپسې به استاذ رباني د څلورو میاشتو لپاره لنډمهالی ولسمشر وي.
د ثور په اتمه مجاهدین له کابله ووېستل شول او لومړی جمهور رئیس کابل ته راوستل شو،مرتدو اوزندیقو کمونستانوته عمومي بښنه پرې وکړل شوه، مزار شریف ته یې بوتلل شو دملت قاتل دوستم ته یې دسترجنرالي رتبه او دمجاهد کبیر لقب پرې ورکول شو ۰ دیاد منحوس ائیتلاف له امله خپلمنځي جګړې پېل شوې، کابل لوټې لوټې شو، د پلازمېنې په هره ناحیه کې ځانته ځانته حکومتونه
جوړ شول.
د ۱۳۵۷ هـ ش کال د غوايي له اوومې وورسته جګړه خپلمنځي جنګ نه و، بلکې مجاهدینو د الله جل جلاله لپاره جهاد کاو او سره کمونستان د شیطان لپاره جنګېدل، د مارکس، لېنن، سټالین او … د کمونیستي، مرتد او ملحد فکر په خاطر مردارېدل. اما د ۱۳۷۱ هـ ش د ثور له اتمې وروسته جنګ جګړه خپلمنځي شول، له ځينو ډلو پرته ټولې خواووې مسلمانې وې او جهاد نه و، له عامو مسلمانانو پرته جګړه مارې ډلې د «القاتل والمقتول کلهما فی النار» په زمره کې راتللې، یوازې هغوی ترې مستثنی وو، چې کافران وو!! د غوايي له اوومې وروسته چې څومره نادودې کمونستانو وکړې، هماغومره یا له هغه زیاتې د ۱۳۷۱ ش ه کال د غوايي له اتمې پس وشوې.نو په خپلمنځي جنګونو کې عزتمن افغانان بې عزته شول، قومي جګړې پيل شوې، چې په افغانستان کې یې مخینه نه درلوده، همداراز مذهبي جنګونه پيل شور، چې د هېواد په اوږده تاریخ کې یې چندان سابقه نه تر سترګو کېږي . د غوايي له اتمې وروسته د کمونیست رژيم چارواکي ځينې له یوې جګړه مارې ډلې سره ودرېدل او ځينې د بل لوري خواوشا راټول شول، ټولو خپل امنیت او مصؤنیت ترلاسه کړ، لنډه دا چې زاړه کمونیستان کومو خواوو ته ورغلي وو، ټولو هوسا او ارام ژوند درلود، یوازې مظلوم ملت د جګړه مارو ترمنځ کبابېده!!
د ۱۳۷۱ هـ ش کال د غوايي له اتمې وروسته، د مسلمان مجاهد ملت تذلیل، توهین او تحقیر وشو، نیستي راغله، پاټکسالاري پيل شوه، د مړي نڅا نندارې ته وښودل شوه، د پاک لمنو خویندو بې پتي وشوه، سینې ترې غوڅې شوې، د فرعون مړه سُنت راژوندي شول هغه دا چې د ژوندیو انسانانو په سرونو مېخونه ټکوهل شول، انسانان په انساني سپيو وداړل شول، د ماشوم د زېږېدو پر مهال د پتمنو خویندو د زېږون نندارې وشوې، پر سپينږیرو هېوادوالو جنسي تېري وشول شول او په هلکانو باندې نکاحګانې وتړل شوې!!! د جګړه مارانو او پاټکسالارانو ترمنځ داخلي او بهرني وګړي د پخلاینې او جوړجاړي لپاره وګرځېدل راوګرځېدل؛ خو غیرمثمر به تمام شول، کومه پایله یې نه ورکوله. همداشان ښکېلو لوریو نوي نوي ائيتلافونه هم سره جوړ او مات کړل، ولې د قتل او قتال مخه ډب نه شوه. هغه مهال پر افغانو د خوښۍ لمر راوخوت، چې د ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد ـ رحمه الله ـ تر قیادت لاندې د طالبانو غورځنګ د ظلم او ناروا خلاف تبارز او ظهور وکړ، پاټکونه یې له منځه یووړل او پاټکسالارن او لوطیان یې وځغلول، څو د ۱۳۷۵ هـ ش د تلې/میزان په شپږمه په کابل ورننوتل، نو پخواني رقیب جګړه ماران سره یو ځای شول پنجشېر، کولاب او اېران ته وتښتېدل. طالبانو په کابل کې اسلامی امارت قائم او حدود یې نافذ کړل، نو بناءً د غوايي اوومه او اتمه ډېر مماثلتونه سره لري او په ځينو مواردو کې لږ لږ توپيرونه هم سره لري. خو د ملت لپاره دواړه بدمرغې او ناوړه پایلې لري. د غوايي له اوومې وروسته د نړۍ محکومو له مونږه درس زده کړ؛ دخپلواکۍ بیرغونه هسک کړل اودِغلامۍ ځنځېرونه وشلول ؛ خو له اتمې وروسته د کفارو د پېغورونو شولو!!!

خالد مشعل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *