اعلامیېافغانستان

د ثور د ۷ او ۸ ورځو په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه

۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هـ ش کال د غويي په اومه نېټه څو تنو پردي پالو کمونيستانو په افغانستان کې کودتاه وکړه، چې په هېواد کې د ډېرو ناورینونو او بدمرغیو لامل شوه.
دغو بېګانه پرستو څېرو د افغان مسلمان او مجاهد ملت د مقدساتو او اسلامي ارزښتونو پر وړاندې په جنایتونو لاس پورې کړ، خو لله الحمد زموږ مسلمان او مجاهد ملت د کمونيستي فکر او د هغوی د اعمالو پر وړاندې پاڅون وکړ او دا جهادي مبارزه، چې له بې سارې قربانیو سره مله وه، ۱۴ کاله روانه وه.
د دې سختې او درنې مبارزې په لړ کې د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت هم ډېر درانه زيانونه و ګالل، نژدې یونیم میلیون افغانان شهیدان او میلیونونه نور له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ شول، چې بالاخره وروسته له ۱۴ کالو د کمونیزم شومې پدیدې او ورسره د وخت شوروي اشغالګرو زموږ په هېواد کې ماتې وخوړه او افغان مجاهد ملت وتوانید، چې وروستۍ کمونيستي اداره را نسکوره او هېواد په بشپړه توګه ازاد کړي.
د ۱۳۷۱ هـ ش د غوايي ۸مه نیټه د افغان ملت د بري، ازادي او نجات ورځ ده، چې د افغان مجاهد ملت قربانیو پايله ورکړه او زموږ اولس او هېواد د کمونیزم له ښامار څخه وژغورل شو.
اسلامي امارت په داسې حال کې چې د غوايي د ۷ کودتا او توره ورځ غندي، د غوايي ۸ ورځ نمانځي او د هېواد د آزادۍ ورځ يې بولي.
داچې، زموږ هېواد تازه له امریکایي اشغال څخه آزاد شوی، اسلامي نظام ټينګ شوی؛ نو اسلامي امارت به هم نهایت تلاش کوي، تر څو د دې ملت د لسګونو کلونو قربانیو او مبارزو ثمره ضائع نشي او په هېواد کې د شهیدانو آرمان اسلامي نظام په بشپړه توګه نافذ شي.
اسلامي امارت به هڅه وکړي، چې د افغان ولس د ټولو جهادونو آرمانونه لکه څرنګه، چې لازمه ده وپالي او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د افغانستان د آبادۍ او رفاه لپاره ښه زمینه مساعده کړي .
والسلام د افغانستان اسلامي امارت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *