لیکنېمقالی اوتبصرې

د ثور کودتا

۴۵ کاله وړاندې په همدغې ۷/2/۱۳۵۷ ه.ش) نېټه په افغانستان کې د خلق او پرچم ډلګيو له يوې خوا د يوې خونړۍ کودتا په ترڅ کې د وخت د واکمن سردار محمد داود خان حکومت نسکور او د اور، وينو او اوښکو يوه اوږده لړۍ پيل شوه. ددغې کودتا د جريان، عاملينو او پايلو په هکله ډېر څه ليکل شوي دي، تاريخ هرڅه په خپله سينه کې خوندي کړي دي. هرچا خپله څېره په اوبو کې وليده، هرچا پر دېوال د خپل سيوري ننداره وکړه، دا چې څوک خپله اشتباه مني او څوک لا هم پخپل خره سپور او خپل جنايت ته بېلابېل توجيهات لټوي؛ د دوی خوښه ده،خو تاريخ د دينداره او بې دينه؛ وطنپال او وطن فروش، معمار او مخرب، سپين او تور په هکله خپله پرېکړه صادره کړې ده او په هېڅ صورت بدلېدای نه شي. لکه چې وړاندې مو وويل په دې هکله ډېر څه ليکل شوي، ويل شوي او مستند شوي دي، راځئ نن د دې ليکل شويو او ويل شويو اسنادو په رڼا کې د يادې کودتا په هکله څو لاندې ټکي وګورو او تحليل يې کړو.

– هغه وخت چه دا کودتا وشوه د هېواد سياسي، نظامي، اقتصادي او اداري وضعيت څه ډول وو؟

-د دې کودتا کورني او بهرني عوامل او محرکات څه وو؟

-دې کودتا ته زمينه څنګه او د چا له خوا برابره شوه؟

-دغه کودتا يوه تصادفي او که پلان شوې پېښه وه؟

-له دغې کودتا اعظمي استفاده چا وکړه؟

-له دغې کودتا څوک ډېر زيانمن شول؟

-څه بايد شوي وای چې دغه کودتا نه وای رامنځته شوې؟

-په دغه وخت کې د وخت د حکومت مسئوليت څه وو؟ څه ئې بايد کړي وای؟

-ولس څه کولای شوای؛ چې بايد کړي يې وای؟

-د وخت اردو، پوليس، استخبارات او بيوروکراسي خپل مسئوليت او مکلفيت ته تر کومه حده متوجه وو؟

-په مجموع کې حکومت او ولس د څومره اشتباه، غفلت او بې پروائې په جال کې ښکيل وو؟

او د دې خونړۍ کودتا نور اړخونه بايد وڅېړل شي او د پرونيو ترخو تجربو د نه تکرارېدو او مخنيوي لپاره بايد د خپل ځان، حکومت او ملت لپاره لاره او لوری وټاکو.

تاريخ او تجربه خورا بې بديله استادان دي، بايد له دوی زده کړه وکړو او که څوک له تاريخ او تجربې څخه درس وانخلي له بل يوه استاد څخه څه هم نه شي زده کولای.

الحاج غلام جيلاني حق پرست

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *