افغانستان

د جاپان سفیر: جاپان له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي

شریعت: د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي نداء محمد ندیم په افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکاتا سره وکتل.
نديم د جاپان سفير ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې دواړه هېوادونه د ښو اړيکو اوږده مخینه لري او جاپانيانو هر وخت د افغانانو لاسنیوی کړی دی.
نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ پر ښو تحصیلي اړیکو او له یو بل سره د علمي او څېړنیزو تجربو پر شریکولو ټینګار وکړ.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د جاپان سفیر ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت له نړيوالې ټولنې سره ښه چلند ته ژمن دی او د جاپان په ګډون له ټولو دولتونو سره د نیکو اړیکو او مثبت تعامل غوښتونکی دی.
په ورته وخت کې په کابل کې د جاپان هېواد سفیر تاکاشي اوکاتا په دغه کتنه کې وویل چې هېواد به يې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د جاپان له سفیر څخه وغوښتل چې د افغانستان په تحصیلي بنسټونو او روغتونونو کې د ودانیزو چارو ترڅنګ د مسلکي ښوونکو د روزنې په برخه کې هم همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې په دغه لیدنه کې دواړو اړخونو پر غوره تحصیلي اړیکو، د ځوانانو لپاره د بورسونو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د علمي تجربو پر شریکولو خبرې وکړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *