افغانستان

د جاپان سفیر: له افغانستان سره مرستوته دوام ورکوو

په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا کندهار ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې د هېواد سیاسي نمایندګي به یې په افغانستان کې پاتې شي او هېواد به یې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د جاپان سفير د کندهار له يو شمېر اقتصادي فعالانو او سوداګرو سره د ليدنې پر مهال د کابل او توکيو ترمنځ د ښو اړيکو پر مهال وويل، چې افغانستان د اسيا زړه دى او د نورو سکتورونو تر څنګ په دې برخه کي هم ډېر ارزښت لري. هغه زیاته کړې چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې جاپان ډېر مهم دی او له کابل سره همکارۍ ته لېوال دی. جاپان تر دې مخکې هم د ګڼو نورو هېوادونو په شان افغانستان سره د مرستو ژمنې کړي، خو د څارونکو په باور په عملي برخه کې یې رول کمرنګه دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *