افغانستان

د جنایي جرمونو په تور ۱۶ تنه ونیول شول

شریعت: امنیتي مسوولینو، له کابل، سمنګان او بدخشان ولایتونو څخه د ۱۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور د نیول کېدو خبر ورکوي.

د سمنګانو د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز ایبکو ښار کې یې ۳ تنه د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول منیر رحیمي باختر آژانس ته ویلی، چې دغه کسان د ایبکو ښار په بېلابېلو سیمو کې د غلا، نشه يي توکو د پلور او غیر قانوني وسلو د ساتلو په تور نیول شوي دي.

رحیمي زیاته کړه، چې له نیول شویو کسانو څخه یوه ندازه وسلې او نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د نوموړي په خبره دغه کسان اوسمهال ترڅېړنو لاندې دي، چې دوسیې به یې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

په همدې ډول، د کابل امنیې قومندانۍ د دغه ولایت په کلکان ولسوالۍ کې د غلا په تور د یوې شپږ کیسزې ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.

دغه قومندانۍ نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغو کسانو د یو خصوصي شرکت له مسوول څخه د وسلو په زور ۷۰۰ زره افغانۍ غلا کړې وې، چې د امنیتي ځواکونو تر خبرتیا وروسته دغه کسان ونیول شول او پیسې بېرته خپل څښتن ته وسپارل شوې.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې له دغو کسانو څخه یو موټر او دوه میله تومانچې هم ترلاسه شوې دي.

هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو لسګونه کسان د غلا په تور نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي.

د یو بل خبر له مخی، د بدخشان د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په اوومه ناحیه کې د فیض آباد ښار له دروازې څخه د وتلو پرمهال یوه اووه کسیزه ډله د غلا په تور نیولې ده.

د بدخشان د امنیې قومندانۍ د جنايي پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي عبدالغیاث عباس د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې یاده اووه کسیزه ډله له څه مودې را په دې خوا د پولیسو ترتعقیب لاندې وو چې ۵ تنه یې د یاد ښار او ۲ نور د تخار له تالقانو ښار څخه نیول شوي دي او ۲ تنه نورمشکوک کسان د پولیسو تر تعقیب لاندې دي.

د یادونې وړ ده، چې له یادو کسانو یوه اندازه سره زر، موبایلونه، نغدې پیسې او نور توکي هم ترلاسه شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *