شعرونه

د حريت ناوې ته سينګار پکار دی!

مفتون

د حــریت نـاوې ته سینګار پکار دی، کار پکار دی
ورته د مسـتو ځــلمو هــار پکار دی، کار پکار دی
د جمهـــوریت خــــزان وهلــي د هېـواد ګلشن ته
د اســــلامي نظـام بهـــــار پکار دی، کار پکار دی
د مدرسې مکتب، روغتون او پوهنتون په شـــمول
هــره شـعـبـه کې پوره کار پکار دی، کار پکار دی
یوه لوېشت ځمکه باید هم له کښــــته پاتې نه شي
تمـام هـېـواد ګل و ګلـزار پکار دی، کار پکار دی
صـفـــــا ســـــالـمــه مـهــذبــه اداره پــه کار ده
ورک ترېنه هـر خاین غدار پکار دی، کار پکار دی
د بـدو چــــارو تـصــــور کـول هـم نـه دي پـکار
پـه ښـو کارونو کې تلــوار پکار دی، کار پکار دی
کـه کـوم غـــلام د ګوزارې پـه قـدر نـه پـوهـــېدۀ
په غوټه خوله ورته ګوزار پکار دی، کار پــکار دی
په دې خاطر چې څوک د چا په حق تېری ونکــړي
هــر څـلـور لاري کې یو دار پکار دی کار پکاردی
په دم دوا نه شي، مفــتونه! سـتا د زړه پــــرهـــر ته
د بـڼـو سـتن د زلفــو تـار پــکار دی کار پـکار دی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *