بېلابېلې لیکنې

د حسد زیانونه او علاج يې

مولوي نورالحق مظهري
حسد هغه ناوړه قلبي عمل دی چي انسان ته ورڅخه ډېر تاوانونه رسيږي، پدې خاطر دی چي په اسلام کي حسد قطعًا حرام دی او حرمت يې په قرآن او حديث باندي ثابت دی.
کڅه هم د حسد تاوان کله ناکله حسد کېدونکي انسان ته هم رسيږي هغه داسي چي حسد کوونکی انسان تل د حسد کېدونکي لپاره د بدمرغۍ او هلاکت غوښتونکی وي، تل د هغه د بربادۍ لپاره تدبيرونه او پلانونه جوړوي او د توان درلودلو په صورت کي يې عملي کول د ځان مسئوليت بولي چي په نتيجه کي د ظاهري ضرر را پورته کېدل ورسره احتمالا تړلی وي خو د حسد تاوانونه ډېر خپله حسد کوونکي انسان ته رسيږي.
د حسد تاوانونه په لومړي قدم کي دوه قسمه دي، ظاهري تاوانونه او معنوي تاوانونه.
ظاهري تاوانونه يې دا دي:
1. حسد کوونکی تل په خپل زړه او نفس کي د درد او تنګۍ احساس کوي په خاصه توګه چي کله حسد کېدونکی انسان هغه شی تر لاسه کوي چي دی يې د هغه لپاره نه غواړي او يا هم ورڅخه هغه مصيبت ليري کيږي کوم چي دی يې د هغه لپاره غواړي.
2. حسد کوونکی تل په خيالاتو او تصوراتوکي ډوب وي، د ځانه سره خبري کوي، خيالي پلانونه جوړوي او ګډوډ خوبونه ويني.
3. د حسد کوونکي انسان زړه هميشه ډک وي، نه خالي کيږي او د حسد کېدونکي انسان په هکله چي کومي خبري کوي او يا کوم تصورکوي د هغه څخه نوري خبري او نور تصورونه پيدا کيږي او دا لړۍ تر هغه وخته پوري دوام پيدا کوي ترڅو چي حسد ختم کيږي.
4. حسد کوونکی انسان کله نا کله د نورو خلګو مخي ته په حسد کېدونکي إنسان پسې داسي خبري کوي چي په هغه کي هيڅ شتون نلري چي په نتيجه کي په خلکو کي رسوا کيږي او نوم يې بديږي.
5. حسد کوونکی انسان د پورته خطرناکه عوارضو په درلودلو سره آخر په عقلي عصبي ناروغۍ اخته کيږي چي دا يې د هلاکت او بربادۍ لومړی پيل دی ځکه وروسته تر دې چي دی خپل عقل له لاسه ورکړي او عصبي توازن يې وران سي نور نو خپل هيڅ کار په سمه توګه نسي کولای چه په هر ډګر کي به يې تاوانونه په برخه وي، آن چي په خپل کورکي د خپلي کورنۍ سره نورمال ژوند نسي کولای تشنج، تند برخورد او عجولانه کارونه يې طبيعت جوړسوی وي.
اومعنوي تاوانونه يې دا دي:
1. د حسد په کولو يې نيکۍ خرابيږي او ګناهونه يې ډېريږي.
2. الله پاک ورڅخه خوابدی کيږي او شيطان ورڅخه خوشحاله کيږي.
3. د عبادت په خوند نه پوهيږي کله ناکله عبادت ورڅخه هېريږي.
4. تل د سوء ظن او بدګمانۍ په ګناه باندي اخته وي ځکه چي د جانب مقابل هر حرکت اوکار ورته بد ښکاري.
5. په کارونوکي يې للهيت له منځه ځي او هرکار د يوه خاص دنيوي هدف لپاره کوي.
د حسد علاج:
1. حسد د نورو غټو ګناهونو غوندي يوه غټه ګناه ده، لکه نور ګناهونه چي مسلمان يې ځان په نه کولو باندي مکلف بولي د حسد په نه کولو باندي هم بايد ځان مکلف وبولي.
2. د هر چا سره دوستي او دښمني بايد تنها د الله جل جلاله لپاره وسي که د يو بل غرض لپاره وي نوطعبا د غرض د نه تر لاسه کېدلو په صورت کي حسد پيدا کيږي.
3. که د يوچا يوکار يې نه خوښيږي نو مخکي تر دې چي هغه سړی محکوم کړي او په اړه يې د ځانه سره فکر وساتي د خپل ځان سره دي حساب وکړي شايد دی خطا وتلی وي.
4. هيڅ وخت دي د ګمان پر بنسټ حکم نکوي ترڅو چي يې پر يو شي باندي يقين نه وي راغلی په اړه دي د هيچا سره اړيکه نه پرې کوي.
5. د هيچا د شخصيت سره دي دښمني نکوي بلکي دوستي او دښمني بايد د انسان د عمل په خاطر وي ځکه د شخصيت سره دښمني ددې لامل کيږي چي د هغه په هرځلي ليدلو سره او يا د هغه د نوم په اورېدلو سره د انسان په زړه کي حسد پيدا سي.
6. که يو څوک د بل انسان په اړه ورته يوه خبره کوي ددې پر ځای چي د دغه سړي خبره ومني بايد د هغه څخه خپله وپوښتي او يا دي هم ياد سوی عمل محکوم کړي خو شخصيت ته دي توهين نکوي او ندي هم په فکر کي د هغه د شخصيت په اړه منفي سوچونه کوي کنه نو ارومرو حسد ورڅخه پيداکيږي.
7. د هيچا سره دي په ژوند او معامله کي پلمې نه لټوي بلکي د ښه ژوند دوام او د ستونزو حل دي خپل هدف وګرځوي.
8. خپل مسکنت، سرمايه او وظيفه دي د نورو خلکو سره نه مقايسه کوي بلکي چي څومره لري هماغه دي د ځان استحقاق وبولي او د الله په ورکړه دي قناعت وکړي.
9. په دنيا او سرمايه کي دي د چا سره رقابت نکوي بلکي په دين او تقوی کي دي سالم رقابت وکړي ځکه څومره چي د انسان دين قوي کيږي او تقوی يې ډېريږي په هماغه پيمانه يې زړه صفا کيږي او د حسد پيدا کېدلو مخه نيول کيږي.
10. هر چا ته دي ددې اجازه نه ورکوي چي دده په نماينده ګۍ خبري او يا کار وکړي مګر هغه څوک چي دی ورباندي پوره باور ولري.
11. په کوم شي باندي چي يې سر نه خلاصيږي چي آيا پدې کار کي حسد سته او که نسته د هغه په اړه دي د علماؤ څخه پوښتنه وکړي.
12. د هرچا د کنايې او اشارې مصداق دي ځان نه بولي بلكي د ځانه سره دي محاسبه وکړي کوم کار چي پکښې وي د هغه په اړه دي د خبري په توجه باندي خوا نه بدوي او کوم کار چي په ده کي نه وي د هغه په اړه د خبري مصداق دي بل څوک وبولي.
الله پاک دي مو دټولو اقساموڅخه دحسد وساتي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *