مقالی اوتبصرې

د حسن عباس پړپړيز پروپاګند

پر معاصره نړۍ د لوېديځ د اندونو او دودونو راج پروت دی، د مځکې زياتره هېوادونه يې په هر څه کې تقليد کوونکي او راج منونکي دي، پرته له دې چې وړ او ناوړه يې سره بېل کړي، پروپاګند هم د لوېديځ له اندونو راټوکېدلې يوه شومه او ناوړه پديده ده، چې د لوېديځ له لوري د نورې نړۍ هېوادونو او ټولنو ته وارده شوې ده، لوېديځوالو پروپاګند ته په خپلو ټولنو او هېوادونو کې د ژوند د يو مهم عنصر په څېر ځای ورکړی دی، هغوی خپلو اهدافو او مقاصدو ته د رسېدنې په پار پروپاګند د يوې لنډې لارې په څېر پېژندلی دی، د خپلو ګټو او مفاداتو د ساتنې لپاره د هر چا او هر څه په وړاندې د پروپاګند استفاده کوي. د پروپاګند د مفهوم په اړه تعبيرونه وېشل شوي دي، د لوېديځ پوهان په دې هڅه او هاند کې دي، چې پروپاګند ته يو معقول او سالم مفهوم ورکړي، ځکه هغوی زياتره ځايونو کې د پروپاګند تعبير په تشهير، ترغيب او تحريص سره کړی ، خو لمر په دوو ګوتو نه پټېږي، بلکې حقيقت او واقعيت دا دی، چې پروپاګند د يوې ديني، سياسي، فکري او ټولنيزي ډلې د خلکو له لوري پر خپلو ديني، سياسي، فکري او ټولنيزو مخالفانو د درواغو، تهمتونو، جعل و تزوير، بدناموونکو دسيسو او نورو بې اساسه تورونو لګولو څخه عبارت دی، ترڅو د ياد پروپاګند له مخې خپل مخالفان په ټولنه کې منفور، بدنام او منزوي کړي. پروپاګند د لوېديځ د ژوند د زياترو برخو سره د ژوندي انسان د روح او جسم په څېر نښتي دي، د بېلګې په توګه هغوی په سياسي، ديني، فکري او ټولنيز ژوند کې د خپلې بريا او برلاسۍ لپاره د خپلو مخالفانو په وړاندې له پروپاګند څخه اخلي، مګر د سياست ډګر يې په پروپاګند دومره ککړ شوی دی، چې اوس يې خپل ټول سياست پروپاګند ګرځېدلی دی او سياسې زده کړو يې د پروپاګند د زده کړو رنګ نيولی دی، همداسې ټول دغه حالتونه او شرايط په هغه هيوادونو، ټولنو او اشخاصو کې شتون لري، چې د لوېديځ بشپړ تقليد کوي او د هغوی پر سياسي، فکري او ټولنيزو تګلارو او تګلوريو ګامونه اخلي. پروپاګند د فکري جګړې يو کليدي اړخ هم دی، چې تل د باطل پرستانو له لوري د حق پرستانو پر ضد استفاده ترې شوې ده، د اسلام له ظهوره تر ننه د اسلام او مسلمانانو دښمنانو د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې پروپاګند کارولی ، چې د تاريخ پر ټنډه يې بيلګې د لمر په څېر ښکاره دي، خو کله چې بيا نړۍ عصري شوې ده، د اسلام د دښمنانو پروپاګند هم عصري شوی ، چې له يوه اړخه يې د نشر منابع لکه جعلي غږيز کليپونه، جعلي ويډيويي کليپونه، راديو، تلويزون، ورځپاڼه، کتاب، ټولنيزې رسنۍ او داسې نور وسائل ډېر شوي او له بله اړخه يې د دې ټولو کيفيات هم د عصريت وروستي حد ته رسېدلي،چې د انسان پر عقل، فکر، روح او روان باندې د يوه جادويي منتر په څېر اثر کوي.
همدا اوس د طالبانو د بيا راګرځېدو په نامه يو کتاب د حسن عباس په نامه د يوه پنجابي الاصله امريکايي له لوري ليکل شوی،چې ياد کتاب په اصل کې د نورو کتابونو په څېر د ګټورو معلوماتو او مفيدو مطالبو ټولګه نه ده، بلکې يو پړپړيز پروپاګند دی، چې په منځپانګه کې يې د درواغو، تهمتونو، بې اساسه تورونو او بې بنسټه اوازو پرته بل څه شتون نه لري، د کتاب ليکوال او تر شا پراته لاسونه يې د دې پړپړيز پروپاګند له لارې هغه صف او هغه خلک بدنامول، منفور کول او منزوي کول غواړي، چې هغوی کلونه کلونه خپلو خلکو او ملت ته امتحان ورکړی دی او په امتحان کې بريالي او برلاسي راوتلي دي، خپل خلک او ملت يې هم د خپل ليدلوري له مخې ښه پېژني، ځکه هر وخت په جګړه او سوله کې يې په زړه پورې نيولې او خپل خلک او خپل مشران يې بللي دي.
د ياد کتاب د ليکونکي په اړه د افغانستان د اسلامي امارت رسمي اعلاميه د اسلامي امارت د وياند پر فوق العاده ځيراکت، فراصت او مسلکيتوب دلالت کوي او د هغه دومره ستر نزاکت، ظرافت او لطافت د ستاينې وړ دي، چې کتاب ليکونکی يې يو استخباراتي مامور وباله، ځکه سرتر پايه له پروپاګنده ډک کتاب ليکل د استخباراتي کړيو پرته د عامو اشخاصو کار نه دی، بلکې د دې کتاب په ليکولو کې حتماً د دښمنانو د استخباراتي کړيو لوی لاس دی، ترڅو د دې کتاب د محتوا د درواغو، تهمتونو او نورو بې اساسه تورونو په واسطه د افغانانو حاکم نظام او د سرخلک يې بدنامه کړې، خپل ملت او خلک پر بې باوره کړي او د اسلام دښمنان يو ځل بيا پروپاګند له لارې خپلو شومو او ناولو اهدافو ته ځانونه ورسوي، خو…
اين خيال است ومحال است وجنون….

کريم الله کامران

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *