بېلابېلې لیکنې

د حضرت لقمان حکیم یو شمېر نصیحتونه

میاخېل
1 ـــ د ګټې او زیان له پاره خپل عزت له منځه مه وړه .
2 ـــ ملګري ته د راز خبره مه کوه کېدای شي ، چې سبا ستا دښمن شي .
3 ـــ د خلکو هومره لحاظ کوه ، چې ځان خراب نه کړې .
4 ـــ له جنګ او فتنې څخه په ډډه ګرځه .
5 ـــ په مجلس کې له خلکو څخه مخکې مه ویده کېږئ .
6 ـــ مړي بد مه یادوئ ، ځکه چې ګټه نه لري .
7 ـــ د مېلمه په وړاندې چاته غوسه مه کوه .
8 ـــ خلک د خلکو په وړاندې مه رسوا کوه .
9 ـــ بې ځایه وینا کوونکی او لویي کوونکی مه اوسه .
10 ـــ که د ژبې له زیان څخه ځان ژغورل غواړئ ، نو چپ اوسئ .
11 ـــ چوپتیا او خاموشي خپله پانګه وګرځوئ .
12 ـــ له بد ذاته خلکو څخه د وفا تمه مه کوئ .
13 ـــ چوپتیا خپل شعار جوړ کړه ، چې د ژبې له شر نه خوندي شې .
14 ـــ که تاسو له چاسره محبت نه شئ کولی نو له هغه څخه نفرت هم مه کوئ .
15 ـــ ما ادب له بې ادبانو څخه زده کړ ، ځکه چې دوی به کوم ناوړه کار وکړ ، مابه له هغه څخه ځان ژغوره .
16 ـــ په مجلس کې خپله ژبه په کنټرول کې وساتئ .
17 ـــ په کوم حالت کې چې اوسې پر هغه خوښ اوسه .
18 ـــ په هر چا مه بد ګومانه کېږئ کنه نو په دنیا کې به هېڅ دوست او خوا خوږی ونه مومئ .
19 ـــ په لمانځه کې د زړه ، په مجلس کې د ژبې ، په غوسه کې د لاس او په دسترخوان د ګېډې ساتنه کوئ .
20 ـــ د خلکو د هوساینې له پاره کوښښ وکړئ له خلکو څخه مه ډارېږئ او په خپل منځ کې په مینه سره ژوند وکړئ .
21 ـــ هغه راز چې له دښمن څخه یې پټ ساتئ ، دوست ته یې هم مه ښکاره کوئ ځکه کېدای شي ، چې دا دوست مو یو وخت دښمن شي .
22 ـــ هر وخت خپل مرګ په یاد ولرئ .
23 ـــ ځوانمردي د ځان عادت وګرځوئ .
24 ـــ که چېرې خلک تا په هغه صفت موصوف کړي ، چې ته یې وړ نه یې مه مغروره کېږه ، ځکه د ناپوهانو په وینا هېڅ کله هم له تېږي څخه زر نه جوړېږي .
25 ـــ دنیا د غلو مورچه ده په دې کې په هوښیارۍ او پوهې سره ژوند کول په کار دی .
26 ـــ مرګ داسې شی دی ، چې معلوم نه دی ، چې کله به راځي له وړاندې ورته تیاری نیول په کار دی .

27 ـــ له ستونزو څخه مه وېرېږه ، ځکه چې ستوري په تیاره کې ځلېږي .
28 ـــ د لمر ختلو پرمهال مه ویده کېږئ ځکه چې د عبادت پرمهال ویده کېدل بدبختي ده .
29 ـــ د غوسې په حالت کې د خپل لاس ساتنه کوئ .
30 ـــ که عزت غواړې تمه غوڅه کړه ، له هغه څه چې د خلکو په لاس کې دي او په هغه څه چې خدای (ج) درکړي راضي
اوسه .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *