دینې لیکنېلیکنې

د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم سپېڅلی ژوند

د ضرار مسجد

د ضرار مسجد
لیکنه: محمود شلبي / ژباړه: محمد علي عظمت / 74 مه برخه
بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپله مخه روان شو، څو (ذي اوان) چې یو ښار دی او د ده او د مدينې ترمنځ يو ساعت واټن دی، هلته ورسېده، ښکته او دمه شو.
کله چې د تبوک غزا ته په تياري بوخت و، د ضرار جومات کسان ورته راغلل، نو ويې ويل: يا رسول الله! بېشکه مونږ يو مسجد ودان کړی، دا مو د ناروغانو، د اړتيا خاوندانو، د باراني شپې او د ژمي د شپې په موخه تعمير کړی او زمونږ خوښيږي چې ته زمونږ لوري ته راشې او په هغه کې لمونځ اداء کړې.
نو هغه ورته وويل: «زه د سفر د تياري لپاره خورا بوخت يم… او که بېرته د الله جل جلاله په (اذن او خوښه) راستانه شوو، بيا به ستاسو خوا ته درشم او لمونځ به پکې اداء کړو».
کله چې هغه په (ذي اوان) کې ښکته او د بره شو، د مسجد (ضرار) خبر ورته را ورسېده، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم مالک بن دَخْشم او مَعْن بن عدي راوبلل، هغوته يې وويل: تاسو دواړه د دې ظالمو وګړيو مسجد ته ورشئ، هغه ونړوئ او وسوځوئ».
نو هغه دواړه په بېړه روان شول، نو هغه يې ويجاړ کړ او ويې سوځاوه.
او د قرآن کرية يوه برخه هم په دې اړه نازله شوه: ژباړه: او هغه کسان دي، چې مسجد يې د دې لپاره جوړکړ، چې (مسلمانانو) ته ضرر ورسوي، د کفر خبرې پکې وکړي، مومنانو کې بېلتون راولي او د هغه چا لپاره يې څارنځی جوړ کړی، چې پخوا يې له الله جل جلاله او د هغه له رسول سره جنګ و. او هرومرو به دا قَسمونه خوري، چې له ښېګڼې پرته مو بله اراده نه وه، خو الله جل جلاله د دې خبرې ګواهي ورکوي، چې هغوی قطعي دروغژن دي. (اې پېغمبره) ته په دې (نام نهاد مسجد) کې هيڅکله (د لمانځه لپاره) مه درېږه. البته هغه جومات، چې بنسټ يې له لومړۍ ورځې په تقوی کېښودل شوی، هغه د دې خبرې وړ دی، چې ته پکې ودرېږې. په هغه کې داسې کسان شته، غواړي چې پاک و اوسي. او الله جل جلاله همدغه پاکي غوره کوونکي خوښوي. ښه! آیا هغه غوره دي چې د خپلې ودانۍ بنسټ يې له الله جل جلاله نه په وېره او د هغه په رضا غوښتنه ايښی وي، که هغه څوک چې د خپلې ودانۍ اساس يې د نړېدونکي پاڼ په غاړه ايښی وي، بيا له هغې سره يې د (جهنم) په اور کې وغورځيږي؟ او الله جل جلاله داسې ظالمان تر هدايت پورې نه رسوي. کومه ودانۍ چې دوی جوړه کړې وه، تر هغه به د دوی په زړونو کې شک پيداکوي، تر څو چې د دوی زړونه ټوټه ټوټه شي. او الله جل جلاله د بشپړ عليم څښتن هم دی، د پوره حکمت خاوند هم دی. د توبه سورت (۱۰۷ ــ ۱۱۰) آيتونه.
هغه درې کسان چې له غزا نه پاتې شوي وو
او رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته راستون شو او له هغه څخه د منافقانو يوې ډلې تخلف او سرغړاوی کړی و.
او له شک او نفاقه پرته هغه درې کسان: کعب بن مالک، مراره بن ربيع او هلال بن اميه هم پاتې شوي وو.
نو رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلو اصحابو کرامو رضی الله عنهم ته وويل: «له تاسو څخه دې يو تن هم له دې دريو کسانو سره خبرې نه کوي».
او له منافقانو څخه چې چا له هغه څخه سرغړونه کړې وه، ده ته راغلل او قَسمونه يې ورته خوړل، عذرونه يې وړاندې کول، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم له هغوی تېرېده، درګزر يې ورته کولو. او مسلمانان له دې دريو کسانو سره له خبرو کولو څخه يوې خوا ته شول.
کعب بن مالک رضی الله عنه خپله کيسه کوي!
له کعب بن مالک رضی الله عنه نه روايت دی وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کومې غزاګانې کړې، زه په ټولو کې ورسره وم، پرته له بدره، خو هغه داسې غزا وه، چې څوک ترې پاتې شوي وو، الله جل جلاله او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم هغوی ملامت نه کړل.
او زما له معلوماتو څخه دي، کله چې زه د تبوک غزا کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پاتې شوم، زه له دې مخکې کله هم دومره پياوړی او ځواکمن نه وم، څومره چې د دې غزا پر مهال وم، له کومې چې زه پاتې شوم… .
او رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې غزا لپاره په داسې وخت کې تياری پېل او روان شو، چې مېوې پخې شوې او سيوري ښه خوند کاوه.
رسول الله صلی الله عليه وسلم غزا ته چمتو شو او له ده سره مسلمانان هم تيار شول او ما هم له هغوی سره سهارته د تللو بندوبست لرلو، خو بېرته به راغلم او اړتيا (کار) به مې ترسره نه کړ، نو له ځان سره به مې وويل: کله چې زه وغواړم پرې برلاسی يم.
نو دا کار پر ما اوږد شو، تر دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم او مسلمانان روان شول او ما لا هيڅ هم نه و تيار کړي، نو ومې ويل: ورځ دوه ورځې وروسته به ځان چمتو کړم او له هغوی سره به يوځای شم.
بيا د هغوی له تللو وروسته مې د تللو تياری پېل کړ… .
ولې بېرته راغلم او هيڅ مې هم و نه کړل.
وروسته مې د تللو هوډ وکړ، د تياري په نيت ووتلم، خو بېرته راستون شوم او هيڅ مې هم و نه کړل، نو دا کار په ما دومره اوږد شو، چې هغوی ګړندي غزا ته لاړل.
نو پخه اراده مې وکړه، چې روان شم او هغوی رالاندې کړم او کاش! داسې مې کړي وای، ولې ما دا شان و نه کړل او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له تګ څخه وروسته به چې له کوره ووتلم، ډېر به خپه کېدم، چې هغه سړي به مې ليدل چې په نفاق به تورن و او يا به هغه شخص و، چې الله جل جلاله به معذور کړی و.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم زما هيڅ يادونه و نه کړه، څو تبوک ته ورسېده، بيا د مسلمانانو په منځ کې په تبوک کې کېناست و او ويې ويل: «کعب بن مالک رضی الله عنه څه وکړه؟»
نو يوه تن وويل: هغه يخو اوبو ايسار کړی دی.
معاذ بن جبل رضی الله عنه وويل: ډېره بده خبره دې وکړه! په الله جل جلاله قسم، يا رسول الله! مونږ له هغه څخه له خيره پرته بل څه نه دي ليدلي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم چوپ شو.
کله چې ما ته خبر را ورسېده، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له تبوکه را روان دی، زما د زړه څړيکې پېل شوې، نو ما شروع وکړه دروغ يادوم او وايم، د رسول الله صلی الله عليه وسلم له غوسې به سبا په څه شي خلاص شم؟ او په دې اړه له پوهو خپلو خپلوانو څخه مرسته غواړم، بيا هر کله چې دا وويل شول: رسول الله صلی الله عليه وسلم ژر راتلونکی دی، له ما نه هم باطل فکر باطلې خبرې لاړې او په دې پوه شوم، چې د هغه له غوسې څخه له رښتيا پرته په بل څه نه خلاصېږم، نو دا مې غوټه کړه چې رښتيا به وايم.
او سهار رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته را ورسېده او هغه به کله چې له سفره راستون شو، لومړی به نبوي مسجد ته ننوت، دوه رکعته لمونځ به يې په کې کولو، بيا به له خلکو سره کېناسته.
بيا هر کله چې هغه له دې کاره وزګار شو، وروسته پاتې شوي سرغړونکي ورته راتلل، نو قسمونه به يې خوړل او عذرونه به يې وړاندې کول. او هغوی څه د پاسه اتيا کسه وو. نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغوی ښکاره خبرې او اېمان قبلولو او بښنه به يې ورته کوله او د هغوی پټې خبرې يې الله جل جلاله ته سپارلې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *