افغانستان

د حوت لسمه؛ د دوحې تړون د درېمې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې د کب لسمه د لویې بریا او ازادۍ پیل ګڼلي دی.د اسلامي امارت لخوا د کب د لسمې (د دوحې د تړون د لاسلیک د دریمې کلیزې) په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: د کب لمسه د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا له متحده ایالتونو سره د افغانستان اسلامي امارت د تاریخي تړون د لاسلیک له درېمې کلیزه سره برابره ده.درې کاله وړاندې د کب میاشتې په لسمه د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالاتونو ترمنځ، له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو اشغالګرو ځواکونو د وتلو تړون د قطر هېواد په پلازمینه دوحه کې د نږدې ۶۰ هېوادونو او سازمانونو د استازو پر وړاندې لاسلیک شو.
زموږ مؤمن او مجاهد ولس د لوی الله جل جلاله په نصرت سره د بهرنیو اشغالګرو پر وړاندې مقدس جهاد ته تر هغو دوام ورکړ، ترڅو خپله جهادي مبارزه د بریا په مسیر برابره کړي.د الله تعالی خاص نصرت، د مجاهدینو او مظلوم ولس سرښندنې او د کب لسمه د افغان مجاهد او مظلوم ملت لپاره د سترې فتحې او آزادي ګټلو پیلامه شوه او افغانستان له شل کلن اشغال او جګړې څخه خلاص شو.
د الله تعالی په فضل او نصرت سره افغانان یوځل بیا لکه وروڼه په یوه ټغر سره راټول شول، د دښمنانو دسیسې شنډې شوې او یوه سوچه اسلامي نظام جوړولو ته زمینه برابره شوه.
د افغانستان اسلامي امارت د دغې سترې ورځې په مناسبت ټول افغان ولس او د سنګر ستړو مجاهدینو ته یو ځل بیا مبارکي وایي، د جهاد له لارې ټولو شهیدانو ته جنتونه، ټپیانو ته کامله روغتیا او اجرونه، یتیمانو او کونډو ته د دنیا او اخرت سعادتونه غواړي.
له الله تعالی څخه غواړو، چې دا تر لاسه شوې سوله، امن او د شهیدانو په قربانیو جوړ شوی اسلامي نظام راته پایدار او مستحکم ولري او موږ ټولو ته د دې سترې فتحې او انعام د شکر اداکولو توفیق راکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *