لیکنېمقالی اوتبصرې

د حوت لسمه ؛ د امریکایي اشغال پای او د افغان ولس آزادي !

م حمادافغان شیرزاد

د ولسونو او وطنونو د آزادۍ او استقلالیت لپاره قربانیو او مبارزې تل رنګ راوړی، الله تعالی پرې تل یوه ښه نتیجه او ثمره مرتبه کړی، چې د هغې ثمرې ساتل بیا د آزادو ولسونو خپل اختیار دی او د دغو ثمرو ژوندي مثالونه موږ او تاسو وینو او مشاهده کوو یې، چې په تیرو څو لسیزو کې دلته بیا بیا تکرار شول.د اشغال د خاتمې او د خپل وطن د آزادۍ لپاره که له یوې خوا د وسلوالې مبارزې «جهاد» لاره انتخاب ده، خو له بل طرفه بیا ځینې وختونه چې تاریخ کې یې مثالونه ډیر شته د سولې او مذاکراتو له لارې هم اشغال دفع کیدلی شي، افغانانو که څه هم ۱۹ کاله د کفر پر وړاندې بې دریغه قربانۍ ورکړې او جهاد یې وکړ؛ خو د کفري اشغال پای بیا د خبرو او مذاکراتو له لارې وشوو، چې دا دی نن یې دریمه کالیزه لمانځو.
د حوت پر لسمه که له یو طرف هلته د افغانستان اوسنیو واکمنانو د اشغال ټغر ورټول کړ، خو له بل طرفه یې بیا ولسونه د هغه وحشتونو او ظلمونو څخه هم وژغورل چې څو لسیزې یې دلته افغانان د ویر په ټغر کینولي وو، د هغه اسلامي نظام او مسلمان نوم او نښان یو ځل بیا ژوندی شو چې کلونه کیږي د ویښ ضمیر خاوندان یې لیدلو ته انتظار وو، د اسلام هغه دبدبه او شان هم ورسره روښان شو چې د عثماني خلافت له سقوط سره مړ شوی و، هغه د عمر او معاویه سیاست بیا پلي شو او یوه سیمه د اسلام د بچيو لپاره آزاده شوه.د بریا تر دې محوره د افغانانو رسیدل د سترو قربانیو پایله وه، چې بالاخره اشغالګر مجبور شول او د دغې معضلې د حل لپاره یې د مذاکراتو وړاندیز وکړ، چې له ډیرو خبرو او بحثونو وروسته ورسره ومنل شول، تر څو د قران پر لارښوونه ژباړه: (او اې پیغمبره! لکه دښمن د روغې جوړې خوا ته میلان ولري، نو ته هم د هغې لپاره تیاره اومه او پر الله(ج) توکل وکړه. د انفال سورت (۶۱) آیت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت پر لاره عمل وشي او زموږ ولس ته پر دغه لاره له دې شریرو عناصرو او بدرنګ اشغال نجات پیدا او آزادي تر لاسه شي.مذاکرات چې په کامیابۍ سره پر مخ روان شول، کله خنډ او کله د ځنډ سره مخ کیدل، کفارو د چالاکۍ او منافقت څخه کار اخیستلو؛ خو د ویښو مشرانو درایت او سیاست او تر شا یې د زرګونه کورنیو قربانۍ او د افغان ولس ستړې مبارزه او دعاګانې وې چې په سیاسي ډګر کې هم اشغال سرنګون او د منافقت سره سره بیا هم امریکایي لوري د خپلې ناکامۍ لاسلیک وکړ او دلته د دریمې امپراتورۍ د ماتې افتخار ثبت شو.
افغانانو تل آزادۍ تر لاسه کړي؛ خو د دغه آزادیو وروسته یې هغه د جهاد ثمره او نتیجه نه ده ساتلی کومه چې باید ساتل شوی وای، اوس چې کوم فرصت او چانس په لاس راغلی دا زرین فرصت دی، دا د قربانیو هغه انعام دی چې الله تعالی یې قومونو ته ورکوي او امتحانوي یې، دغه نظام ته د خپلو ولسونو سربیره د نورو محکومو اسلامي هیوادونو د ولسونو هیلې دي. د روڼ سبا او اسلامي امت د ویښتابه
په هیله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *