افغانستان

د خوراکي توکو او درملو کیفیت لوړولو لپاره ګړندۍ هڅې

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر د ادارې د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ پرون په یوه رسمي سفر ایران ته ولاړ. یاد پلاوی به هلته د خپل رسمي سفر په جریان کې د ایران د خوړو او درملو ملي ادارې او یو شمېر نورو اړوند چارواکو سره، د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت او خوندیتوب او په دغې برخه کې د دواړو لورو د سوداګرۍ د اسانتیا په اړه هر اړخیز بحث او خبري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د خوړو او درملو ملي ادارې په دې وروستیو کې د خوراکي توکو او درملو د کیفیت لوړولو په موخه ګړنډۍ هڅې پيل کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *