سرمقالې

د خپلواکۍ ساتنه هم سخته قرباني او شدیده مبارزه غواړي !

دا حقیقت اوس ګردو نړیوالو ته د لمر په شان څرګند دی چې افغانان په هیڅ صورت او هیڅ پلمه تر پردي اشغال او اسارت لاندې ژوند کول نه شي زغملی او په خورا ډېره درنه بیه هم استقلال او خپلواکي ترلاسه کول غواړي. خو پوښتنه دا ده چې اوس په دغسې له شیطانت او دسیسو ډکه زمانه کې به څرنګه وکړی شي پردۍ. داخلي او استخباراتي پلانونه شنډ او خپل هغه استقلال وساتلی شي کوم چې د میلیونو سرونو په قربانۍ او انتهايي سختو کړاوونو زغملویې ترلاسه کړی دی. اوسنۍ زما نه

دا حقیقت اوس ګردو نړیوالو ته د لمر په شان څرګند دی چې افغانان په هیڅ صورت او هیڅ پلمه تر پردي اشغال او اسارت لاندې ژوند کول نه شي زغملی او په خورا ډېره درنه بیه هم استقلال او خپلواکي ترلاسه کول غواړي. خو پوښتنه دا ده چې اوس په دغسې له شیطانت او دسیسو ډکه زمانه کې به څرنګه وکړی شي پردۍ. داخلي او استخباراتي پلانونه شنډ او خپل هغه استقلال وساتلی شي کوم چې د میلیونو سرونو په قربانۍ او انتهايي سختو کړاوونو زغملویې ترلاسه کړی دی. اوسنۍ زما نه پرته له شکه د تخنیک، پېچلي سیاست او
دجالي دسیسو زمانه ده. په داسې حال کې چې افغان ولس بیا عموماً په یاد ډګر کې تر هر چا زیات وروسته پاتې دي. اوس نو که موږ په رښتیا سره یو داسې خپلواک او مستقل نظام غواړو چې هیڅ بهرني ځواکمن سره نه وي تړلی، خپله عقیده، رسم و کلتور او ګرد سره مادي او معنوي ارزښتونه مو خوندي او هیڅ بهرني فرمایش ته «بلې صیب» ونه وایو، نو دا خورا لوړ ارمان، عالي هدف او سترننګ او مېړانه ده خو دا به هم ورسره منو  چې پرداسې دریځ ټینګ پاتیدل په واقعیت کې له ګردې نړۍ سره مقابله او دوام ورکول یې سخته قرباني او شدیده مبارزه هم غواړي. په دې لار کې مزې چړچې نشته، استراحت او دمه نه مني او په غفلت او سادګي سره خو ډېر ژر هر څه له لاسه وځي. مطلب د یوې دغسې خپلواکۍ ساتنه پوره هوښیاري، ځیرکي، بصیرت، تحمل او پرله پسې هر اړخیز کار غواړي. البته د یوې دغه شان مبارزې مطلب دا هم نه دی چې اوس به نوموږ په رښتیا سره ګردې نړۍ ته په غېږ ورځو او ښکاره دښمني به ورسره کوو، بلکې مقصد دا دی چې په حکمت، مدارا او بصیرت سره له هغوی نه ګټه او خیر ترلاسه او له زیاترو شرونو یې ځان وژغورلی شو. لکه چې همدا اوس د نړۍ پرمخ ډېری داسې هېوادونه پر همدغه تګلاره چلیږي. هغوی پرځان بسیا، خپلې دفاع ته چمتو او له پردي احتیاجه بالکل خلاص دي خو بیا هم نړیوال کلي سره مناسبه راشه درشه او سم روابط ښه پاللی شي. معنا دا چې له نورو سره په اړیکو کې د متقابل درناوي اوګټې مقام یې ترلاسه کړی دی د یادونې وړ ده چې پورتني ارمان ترلاسه کولو کې د ملت یووالی. همغږي او د یو مثالي نظام شتون بیا تر هر څه ډېر مهم دي او پوخ باور دی چې په دغه وسیله یو ملت او هېواد خپل استقلال په ډېرې اسانۍ خوندي کولی او لږه موده کې ځان بسیا کولی شي. هو، دلته باید دې ته هم پام وشي چې د خپل رعیت ملګرتیا ترلاسه کول او په وګړو کې وحدت او همغږي راوستل بیا هغه مهال شوني دي چې وخت پر وخت هغوی سره مشوره وشي او مهمو فیصلو  او تصامیمو کې یې باور ترلاسه کړی شي. کنه په مطلق استبداد، شخصی پرېکړو او خپل سرو اقداماتو سره به ډېر ژر د ملت ترمنځ او نظام سره په چلند کې داسې خطرناکې چاودنې رامنځ ته شي چې بیا به یې هیڅ کوم حکیم او سیاستوال مهار نه کړی شي. لنډه دا چې د خپلواکۍ ساتنې او اسلامي نظام د بقا لپاره پورتنۍ لارې چارې هغه اساسي شرطونه دي چې په نه شتون کې به یې هیڅکله خپل ارمان او هدف ته و نه رسېدلی شو. بناءً د افغان مظلوم او ځورېدلي ولس اوسنیو واکمنو ته لازمه ده چې یادو ستونزو ته کاملاً متوجه او د خپلواکۍ ساتنې او ملت ژغورنې په لارکې له بشپړ دقت  او بصیرته کار واخلي. همدا د ټولو افغانانو ستره هیله او لوی ارمان دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *