لیکنېمقالی اوتبصرې

د دولت د شا ډکون

په کلیو او بانډو کې چې کوم ځای انجنيران، سیند او یا خوړ ته استنادي دیوال جوړ کړي نو د انجنرانو، ولسي خلکو ته اړین هدایت دا وي څو د دیوال شاه ډکه کړي.
د دوی په وینا چې دا یو تخنیکي اصل دی او که مراعات یې نه کړي، دېوال نړېږي. بل لور ته د ټولنې انجنيران او همدارنګه د جنګ او معرکې د ډګر انجنيران هم عین خبره کوي او وایي، له مخې نه ویره مه لرئ بلکې د اجتماعي استنادي دیوال (دولت) شاه ډکه وساتئ. پورته خبرې چې ما یې د نننۍ ورځې د انجنيرانو له خولې حواله ورکړې په اصل کې د دوی خبرې او هدایات نه دي او نه کیدلای شي، بلکې دا د کاڼي د کرښې هدایات او خبرې د بشریت لپاره د رالیږل شوي رحمت اللعلمین (صل الله علیه وسلم) خبرې او ویناوې دي. تفصیل ته یې نه ور داخلېږم ( د احد جنګ او د الله د استازي (صل الله علیه وسلم) استخباراتي کړنلاره دواړه د دولت د پایښت لپاره د استنادي دېوال د شاه د ډکون هدایات دي). نو له همدې لپاره یې د پرون ورځې د اتلانو او د سبا ورځې چې معلومه نه ده چې دوی به خپله اتلولي وساتلی شي او که له خاورو سره به یې خاورې کړي، خو زه یې د ساتلو په هیله، خپل شته ماده وار د دوی پر وړاندې ږدم.
د دولت د شاه د ډکون عمده مواد ملي ګټې دي. د ملي ګټو په ګوته کول، تعریفول او د قانون برخه ګرځول د دولت شاه داسې ډکوي لکه چهارمغز چې په کلیو ډک وي. ما له خپله آنده ملي ګټې په یوه بله لیکنه کې په ګوته کړې، نور د هم په ګوته کړي.
په تیرو شپږو میاشتو کې تر کومه چې څرګنده ده اسلامي آمارت یواځې د جهاد بدني اړخ په پام کې نیولای، د مالي، قلمي او ژبني جهاد کوونکو ته یې په درنه نه دي کتلي. د دې مجاهدینو تعداد د بدني جهاد له افرادو نه ډیر ده. په دوی کې داسې څیرې شتون لري چې د نړۍ په کچه لوی عالمان دي، مثالونه یې په لسګونو دي خو زه یې یواځې د څو شخصیتونو ذکر کوم. ډاکتر فاروق اعظم په کابل کې، عبدالرحمن الفت په سعودي عربستان کې، ډاکتر صاحب روستا ترکی په فرانسه کې، او عبدالباقي خوګیاڼی په کابل کې.
د تجربو له مخې د مادیاتو پر وړاندې ډیر خلک ډېر زیان منونکي وي چې په دوی کې ملا صاحبان هم راځي، دې ټکي ته خاصه پاملرنه په کار ده. که عام خلک خراب شي نو ملا به یې اصلاح کړي او خدای (ج) مکړه که د ملا پښې مادیاتو ته وښويېږي، ټول جماعت به ورسره په سېند لاهو شي، دلته هم د خفیه استخباراتي ډکون خبره ده.
د یتیمانو او معلولینو پالل که هغه خپل وي او که د مقابل لوري، د استنادي دیوال د شاه ډکون ده او دا پالل د اسلام د پیل نه په ډېر درنښت شوي او بیا وروسته نورې نړۍ خپل کړي او مسلمانانو شاته غورځولي.
د دولت په اډانه کې د بیروني استخباراتو رخنه په وعدو او مادیاتو د یو کم تعداد پس فطرته اشخاصو خوله خوږول اسلامي دولت له اصلي اهدافو لرې کولای او حتی ړنګولای شي چې ښکاره بېلګه یې د شهید داود خان نظام ړنګول دي.
تېرې شپږ میاشتې هسې که هغه د رسمیت پېژندلو په مورد کې وي او یا دي او یا د بشري مرستو د راجلبولو په مورد کې، دا د نظام د استنادي دېوال د شاه د ډګون د هڅو پرځای د مخې ډکون دی، په دې مورد کې په پالیسیو بیا کتنه په کار ده. په دې برخه کې عمودي تلل نه بلکې په کور دننه او بهر موازي تلل د دولت ستنې مظبوطوي.
مالیات او د مالیاتو تنظیم بل اساسي اصل ده چې د دولت شاه ډکوي. په افغانستان کې له لسګونو کلونو راپدیخوا مالیاتي سیستم کارا نه وه او نه ده. د مالیاتو په عامولو او په ټوله کې په ټول مالیاتي سیستم له سره غور په کار دی. نوی سیستم باید د مالیات بر عایدات په بڼه تنظیم شي. د باغ مالیه باید د ځمکې له مالیې نه توپیر ولري، بازارو ته لنډې د ترکاریو د ځمکو مالیه باید د یوې لرې سیمې د جوارو او غنمو د ځمکو د ماليې نه متفاوته وي. مالیه باید دومره عامه شي چې یوه کونډه ښځه د دوه چرګو د شلو هګیو مالیه ورکړي، د دولتي او خصوصي سکتور د برخې کارکوونکي په مالیه ورکولو مکلف شي. د مالیاتي سیستم په رغونه به یو تعداد د نظام مخالفین تر څه وخته سر او صدا جوړه کړي خو اوس د انټرنټ زمانه ده او خلک په دې پوهېږي جې د ملک پیشرفت یې همدې مالیې پورې تړلی ده.
د خصوصې سکتور وده او په دې سکتور کې په پراخه کچه اشتغال زائي هغه څه دي چې د دولت شاه ډکوي.
په ټولنه کې یو رنګي او د عدالت تامین بل مهم اصل دی چې د دولت مټې مظبوطوي.
د نارينه او ښځينه و لپاره په اسلامي چوکاټ کې تعلیم عامه ول، تخصصي کول، هرې تولیدي برخې ته د هماغه برخې د کارپوهانو وړاندې کول بل اساسي اصل دی چې د دولت مټې قوي کوي، له دې سره هم د تولید د کمیت او کیفیت کچه پورته ځي او د تازه دندو ایجاد سره مرسته کوي.
د عثماني امپراتورۍ حکامو څو سوه کاله نیمه نړۍ له کېږدیو اداره کړې او له قصر نشیني سره یې د زوال پیل شروع شوی. قصر نشیني یو وسیع مفهوم ده، له دې څخه مراد په قصر کې استوګنه نه،بلکې مراد ترې په عشرت کې ډوبیدل، اخرت هیرول، دنیا ته مخه کول او له رعیت نه ناخبرتیا ده.
تر کومه چې معلومه ده د اسلامي امارت نظامي تشکیلاتو کوم خاص تغيیر نه دی موندلای، هر څومره ژر چې کېدای شي مجاهدین باید په رتبو او کافي معاش ونازول شي او ژر تر ژره بایو متریک شي چې فساد ته لاره هواره نه شي.

ګل نبی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close