دینې لیکنېلیکنې

د رسول الله (ص) دېرش خویونه

التبیُّن یا سپیناوی
د»تبیُن» معنی
په یوه کار کې ښه سپیناوی وشي تبین، علم ته درسېدو له مرتبوڅخه یوه مرتبه ده مراد ترېنه هغه څه دي چې په یوه معنی کې له التباس وروسته حاصلیږي، تبین هغه پوهه ده چې دالتباس له وقوع وروسته سړي ته حاصله شي اویقین یې وشي،
(463) له ام سلمه رضی الله عنها روایت دی وايي : رسول الله(ص) دبنی مصطلق قبېلې ته له هغوی سره له رامنځته شوې پېښې وروسته هغوی ته دزکات لپاره یوسړی ولیږه، هغوی چې خبرشول نوله ده سره په داسې ډول مخامخ کېدوته تیارېدل چې درسول الله (ص) دغه کارته په عظمت قائل اوپرې خوشحاله شي ، دا وايي چې په دې وخت کې شیطان ده ته په غوږکې ورکړل چې دوی دې وژني، نو بېرته رسول الله (ص) ته راغی او ورته ویې ویل : چې بنی مصطلق ماته دزکات له ورکړې ممانعت وکړ، نو رسول الله (ص) او مسلمانان ډېرپه غوسه شول ، دبنی مصطلق خلکو ته هم داخبرورسید چې سړی بېرته تللی، نو رسول الله (ص) ته راغلل ، رسول الله(ص) چې دماسپښین لمونځ وکړ، دوی یوصف ورته ودرېدل او ویې ویل : موږ دالله اودهغه درسول له ګرفت نه پناغواړو، مونږ ته دې یوزکات ټولوونکی سړی رالیږلی و، چې مونږ یې په راتلو خوشحاله اوسترګې مو پرې یخې شوې، خو بېرته په نیمه لارکې ګرځېدلی و،نو مونږ ووېرېدو چې هسې نه دا دالله تعالی اودهغه درسول دنارضایتی اوغوسې سبب شي، ترهغو ورسره غږېدل چې بالاخره بلال راغی اودمازدیګراذان یې وکړ، نو په دې وخت کې دغه ایت نازل شو { يَأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَينُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ} (الحجرات/6‍) .
ابن جریرهم دعوفي له لارې له ابن عباس رضی الله عنهمانه دغه ډول روایت کوي اوپه دې ایت کې وايي : رسول الله (ص) ولیدبن عقبه بن ابی معیط بنی مصطلق قبېلې ته ولیږه چې زکات ترې راټول کړي ، هغوی یې چې په راتلو خبرشول خوشحاله شول، راووتل ترڅو درسول الله (ص) له استازي سره ملاقي شي او ورسره وویني، ولیدچې پوه شوچې له ده سره مخامخ کېدل غواړي، نور سول الله (ص) ته بېرته راغی او هغه ته یې وویل : چې بنی مصطلق ماته دزکات له ورکړې انکار وکړ،نو رسول الله (ص) په دې سره ډېرزیات غوسه شو، هغه په دې کې غږېده چې جګړه به ورسره کوي، چې په دې وخت کې دهغوی وفد اوداستازو ټولی راورسېد، او ویې ویل : یارسول الله مونږ خبرشوي یو چې ستااستازی له نیمې لارې ګرځېدلی اومونږ ووېرېدوچې غبرګون به یې ستا هغه لیک وي چې تابه پرموږ غوسه کړي او موږ په خدای تعالی باندې دهغه اودهغه درسول له غضبه پناغواړو، رسول الله (ص) یې راپارولی و او نور یې ددوی په وړاندې اقدام ترسره کاوه نو الله تعالی دغه ایت نازل کړ {يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا }
مجاهداوقتاده بیاوايي چې رسول الله (ص) ولیدبن عقبه دمصطلق زکات راوړلوته لیږلی و هغوی ورته زکات راټول کړی و او ورته راروان و، په دې وخت کې دی بېرته راغلی و او رسول الله (ص) ته یې ویلی چې هغوی دجنګ لپاره تیاری کړی ، قتاده وايي چې دایې هم ورسره ویلی وچې هغوی له اسلامه ګرځېدلی دي، نو رسول الله (ص)خالدبن ولیدرضی الله عنه ور ولیږه او ورته ویې ویل چې خبره ښه ځانته معلومه اوسپیناوی وکړي اوعجله ونه کړې ، هغه روان شو اودشپې ور ورسېدنو پټ یې خلک ورولیږل چې معلومات یې وکړي، هغوی چې کله بېرته راغلل معلومه شوه چې له اسلامه نه دي ګرځېدلي، دهغوی آذان اولمونځ یې اورېدلي وو، بیاچې کله سهارشو خالدرضی الله عنه ورته راغی، نو هغه څه یې ولیدل چې دی یې په تعجب کې واچاوه ، بېرته رسول الله (ص) ته ورغی اوپوره حال یې ور ورساوه، نو الله تعالی همدا ایت نازل کړ، قتاده وايي : نو رسول الله (ص) به ویل : « سپیناوی دخدای اوتلوار دشیطان له لوري وي»
(رواه الإمام أحمد في مسنده (المسند4‍‍/9‍‍‍‍‍‍)).
بریده رضی الله عنه وايي: ماعزبن مالک رسول الله (ص) ته راغی ویې ویل : یارسول الله ما خو له خپل ځان سره ظلم کړی اوزنا مې وکړه، پاک مې کړه، هغه بېرته ولیږه، سبا بیا ورته راغی او ویې ویل : یارسول الله، مازناکړې، هغه بېرته ولیږه، رسول الله(ص) یې قوم ته حال ولیږه او ورته ویې ویل : تاسې څه وایاست په عقل کې خوبه یې څه خلل نه وي ؟ هغوی وویل : نه بلکې ښه هوښیار اوپه عقل پوره دی، دریم ځل چې بیا ورته راغی، بیا یې هغوی ته حال ورولیږه، هغوی وویل : هیڅ هم نه دي پرې شوي او رک روغ دی، نو چې څلورم ځل راغی، کنده یې ورته ووېسته او درجم امر یې وکړ او رجم شو. ( البخاري ـ الفتح1‍‍‍(66824)، ومسلم (5‍‍‍‍‍‍‍‍)).
حضرت عمر رضی الله عنه ته به چې هر کله له يمن نه مرستې ته خلک راتلل، هغوی نه به يې دا پوښتنه کوله چې: تاسو کې اويس بن عامر شته؟ تر دې چې (يوه ورځ) اويس ورته راغی، وېلې: ته اويس بن عامر يې؟ وېلې: هو. وېلې: ته د «مراد» «قرن» کلي اوسېدونکی يي؟ وېلې: هو. وېلې: پر تا پيس ناروغي لګېدلې وه، بيا ته ښه شوې يوازې د يوه درهم په اندازه ځای دې پاتي دی؟ وېلې: هو. وېلې: مور دې شته؟ وېلې: هو. وېلې: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اورېدلي وېلي یې دي : «تاسو ته به له يمن نه مرستې ته لښکر راشې ، په هغو کې به د مراد د قرن کلي نه اويس بن عامر راشي، پر هغه به پيس ناروغي لګېدلې وي ، بيا به ښه شي يوازې د يوه درهم اندازه ناروغي به يې پاتي وي، خپلې مور سره به نيکي کوي ، که دی په الله قسم وخوري، الله به يې قسم پوره کړي. نو که تا سوکولی شول له هغه نه دعا وغواړئ»، نو ماته دعا وكړه! هغه ورته دعا وکړه. بيا يې ورته ويل: چېرې ځې؟ وېلې: کوفې ته. حضرت عمر(رض)ورته وېل: د کوفې والي ته ستا په اړه څه ونه لېکم (چې مرسته درسره وکړي) وېلې: زه د فقيرانو ژوند ډېر خوښوم.
( مسلم (2‍‍‍‍‍‍‍‍)).

ژباړه: عابد مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *