دینې لیکنېلیکنې

د رسول الله (ص) له خولې د ښځو حقوق

ابو عمر

ژباړه: حکيم بن معاويه القُشَيرِي رضي الله عنه له خپل پلار څخه روايت کوي، هغه ويلي چې ما وويل: ای د الله رسوله! پر موږ باندې د ښځو حق څه دی؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: ته چې څه خورې، هغه خواړه هغې ته هم ورکړه او کوم لباس چې ته ځان ته کوې هغې ته يې هم واخله او مخ ته يې مه وهه او هغې ته بد الفاظ مه استعمالوه او له هغې څخه (د ضرورت په وخت) يوازې په يوه کوټه کې جدايي اختيار کړه. رواه أَبو داود
زياتونه:
له دغه مبارک حديث څخه معلوميږي چې بهرني کارونه ټول پر نارينه ؤ لازم دي، يعني کار او مزدوري کول او د خپل اهل و عيال نفقه برابرول د نارينه ؤ مسؤليت دی. ښځې بايد يوازې د خپل خاوند د کور، اولاد او مال خيال وساتي او کورني کارونه وکړي.
کفارو له ښځينه ؤ سره دومره بد چال چلند کړی، چې انساني تاريخ پرې شرميږي، کفارو به خپلې لوڼې ژوندۍ خښولې، د مياشتني مرض پر مهال به په يوه تياره خونه کې په ډېرې بې عزتي بندۍ وې او نه هم د پلار او خاوند په مال دولت کې څه حصه ورکول کېده.
خو د اسلام مبارک دين ښځو ته په ډېر عزت قائل دی، اسلام ښځو ته د خور، مور او لور عزتمن مقام ورکړ او د ښځې مينه يې ورکړه، اسلام له فطرت سره سم پر سړيو دباندني کارونه لازم کړل او ښځو ته يې د خپلو پلرونو او مېړونو د کورونو، اولادونو او مالونو د ساتنې توصیه وکړه. دا ځکه چې نارينه ؤ ته الله تعالی ځواک ورکړی او هغوی د هر ډول مشکلاتو پر وړاندې مقاومت کولی شي، خو برعکس ښځه بيا د مشکلاتو زور نه لري، خو د اولادونو د روزنې او پالنې لپاره بيا مور داسې شفقت او حوصله لري، چې پلار یې نه لري.
لنډه دا چې په اسلام کې د هر چا حقوق په ډېره ښه توګه ټاکل شوي، خو افسوس چې بيا هم انسانان له دغه حق دین څخه غفلت او انحراف کوي.
افسوس چې د اسلام د ښايسته احکامو له موجوديت سره سره بيا هم زموږ ګڼ شمېر مسلمانان د غربيانو د درواغجنو شعارونو تر اغېز لاندې راغلي او د ښځو د حقوقو لپاره هماغه د دوی درواغجنې او شيطاني نارې ورسره زمزمه کوي!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close