دینې لیکنې

د رمضان المبارک درې مهم وختونه!

اول وخت د روژه ماتي دی:
د روژه ماتي لپاره خوراک او څکاک وختي برابروئ او ځانونه د دعا لپاره اوزګاروئ، ځکه چې د روژه ماتي په وخت کې د روژه دار دعا خاماخا قبليږي او نه رد کيږي، نو په دې قېمتي وخت کې د ځان، اهل بيتو او نورو دوستانو لپاره دعاګانې کوئ.
دوهم وخت د شپې وروستۍ برخه ده:
په دې وخت کې له الله تعالی سره مناجات، راز او نياز کوئ، ځکه په دې وخت کې الله تعالی داسې اواز کوي: څوک غوښتونکی شته دی چې زه يې ورکړم ؟
څوک بښنه غوښتونکی شته دی چې زه بښنه ورته وکړم؟.
نو په دې وخت کې استغفار ډېر وايئ !!!
دريم وخت د سهار دی:
د سهار د لمونځ له اداء کولو څخه وروسته د لمونځ په ځای کې کېنئ، چې تر څو لمر راوخېژي او دوه رکعته نفل د اشراق لمونځ اداء کړئ، ځکه رسول الله(ج) فرمايلي دي: څوک چې د سهار د لمونځ څخه وروسته د لمانځه په ځای کې کېني، بېځايه او دنيوي خبرې ونه کړي او د لمر له راختلو څخه وروسته دوه رکعته نفل لمونځ اداء کړي، الله تعالی د يو قبول شوي حج او عمرې ثواب ورکوي، دغه خبره يې درې ځلې تکرار کړې ده.

فیضاني

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *