دینې لیکنې

‏د رمضان پنځم د تاریخ له کړکۍ څخه !

عبدالرحمن محمود

په پنځم د رمضان ، عبدالرحمن الاموي پیدا سو ، چي په اندلس کي یي اموي خلافت وروسته تر هغه قائم کړ، چي په دمشق کي یي په 118 هجری کي سقوط کړی وو ، پر اندلس باندي دري قرنه، اموي خلافت، حکومت وکړ.
په پنځم د رمضان فاطمینو پر مصر جنګ شروع کړ ، چي په (۱۷) د رمضان ټوله مصر فاطمينو ونیوه، او خپل فاطمي حکومت یي اعلان کړ، فاطمي حکومت هغه ظلمونو او وحشتونه وکړه چي نظیر یي په تاریخ کي ډیر کم پیدا کیږي، تر ټولو بدترین ظلم چي دوی وکړ هغه د اهل السنة والجماعة د خپل وخت د مشهور امام، ابوبکرالنابلسي په شهادت رسول وه ، هغه په دې وجه چي امام نابلسي کله ددي روافضو ظلم او زندقت ولیدی نو ویي ویل که زما سره لس غیشې وي نه غیشې به پر روافضو وولم ، او یو غیشی به د روم پر کفارو وولم ، د فاطمینو مشر شیطان معز ته چي کله دا خبره ورسیده امام نابلسي یي حاضر کړ او ورته ویي ویل چي تا رښتیا داسي خبره دې کړي ؟ هغه ورته وویل چي نه، بلکي ما بل ډول خبره کړې ده ، هغه ورته وویل څنګه خبره کړې ده؟ ده ورته وویل ما ویلي دي که زما سره لس غیشې وي نه غیشي به پر تاسو وولم ، هغه پاته یو به هم پر تاسو وولم ، ځکه چي تاسو دین منحرف کړ ، صلحاء مو ووژل.
معز لدین الشیطان ددې خبري په اوریدو سره سخت په قهر سو ، او خپلو جلادانو ته یې امر وکړ چي تر شدید تعذیب وروسته یي په ژوند د بدن څخه پوست وباسئ.
اوله ورځ یي وګرځوی چي هر څوک د فاطمینو څخه بغاوت کوي د امام نابلسي په ډول عمل به ورسره کیږي، په دوهمه ورځ یي په دورو ووهی ، په دریمه ورځ یې قصابان ورته راوغوښتل مګر مسلمانو قصابانو ټولو انکار وکړ ، بیا یې یو یهودي قصاب ورته راوست ، د سر څخه شروع په وکړه تر څو چې قصاب یې و مخ ته را ورسید ، امام نابلسي تقبله الله د رب عزوجل په حمد او ثناء مصروف ؤ ، آخیر د هغه یهودي قصاب زړه ورباندي نرم سو بیا یې امام نابلسي پر زړه باندي په خنجر وواهه او شهید سو.
خلاصه دا چي د مصر هره کوڅه و امهات المؤمنین او صحابه کرامو ته په ښکنځلو او بد و رد ویلو ډکه وه ، همدا د ګستاخۍ او سوء ادب سلسله روانه وه تر څو چي رب عزوجل د صلاح الدین یوبي رحمه الله په څېر شخصیت پر دې ملعونینو باندي مسلط کړ ، او د فاطمینو ریښې یي و ایستلي ، له مصر څخه یي داسي ورک کړل لکه چي قطعا دلته د فاطمینو واکمني نوي تیره شوي ، مصر یې بیرته و خپل اصلي حالت ته وګرځاوه ، مصر بیا د اهل السنة والجماعة کور سو ، الله رب العزت دي و دې نه هیريدونکي اتل ته لوړ درجات او مراتب ور نصیب کړي.
مګر د تأسف ځای دادی چي اوس هم په مصر کي بعضی سړکونه او ښارونه د فاطمینو مشر ( معز ) ته منسوب کیږي ، شارع معز یا قاهرة المعز نور همداسي ډیر ځایونه شته ، په کار خو دا وه چي شارع صلاح الدین یا قاهره صلاح الدین ویل کیدای.
صرف وجه داده چي په عصري تعلیمي مراکزو کي د اسلام تاریخ نه لوستل کیږي ، د اسلام د مجد او برم قیصې نه ورته بیانیږي.
په پنځم د رمضان د انطاکیه ښار د ظاهر بایبرس پر لاس فتح سو.
یادونه: دا حوادث په مختلفو کلونو کي شوي، خو البته چي پر پنځم د رمضان وه، په همدي مناسبت مو سره یو ځای کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *