د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولین وایي، چې د روان کال په لومړيو ۶ مياشتو کې ۹۰ زره کورني سېلانيان او ۲۳ بهرنيو وګړو له دغه ولایت څخه لیدنه کړې ده.
د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نصرالله ملک زاده د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وويل، چې د تفريحي ځايونو درلودل، طبيعي ښکلا، مناسبه هوا، د ښاريانو ښه چلند او د امنيت برابرول پنجشېر ته د سېلانيانو د زياتوالي اصلي لاملونه دي.
هغه وويل، چې دغو سېلانيانو د پنجشېر له ۷ ولسواليو او د دغه ولايت له مرکز څخه لیدنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په بریالیتوب سره په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی، هېواد وال په ډاډه زړه کولای شي، چې د هېواد ګوټ ګوټ ته سفر وکړي.