د افغانستان اسلامي امارت د روسیې فدراسیون د دفاع وزیر سرګي شایګون هغه څرګندونې ردوي، چې ګواکې له افغانستانه وسله والې ډلې د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت ته لوی ګواښ پېښوي.
د افغانستان اسلامي امارت نه یوازې دا چې له کلونو جګړې وروسته په افغانستان کې امنیت او ثبات ټینګ کړی، بلکې په سیمه کې هم امنیت او ثبات د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست سره مرستندوي بولي او په هېڅ صورت نه غواړي امنیتي ګواښونه موجود وي.
د روسيې هېواد مسوولین باید دې متوجه وي، چې په تېرو څه کم ۲کلونو کې نه یوازې دا چې له افغانستانه د سیمې او نړۍ د کوم هېواد امنیت له ګواښ سره نه دی مخ شوی، بلکې د افغانستان اسلامي امارت امنیتي ځواکونه توانېدلي، چې په بشپړ قاطعیت سره په افغانستان کې د داعش فتنه ګرې ډلې پاتې شوني تصفیه کړي.
اسلامي امارت د یوه مسوول حکومت په توګه چاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد وکارول شي او له نورو هېوادونو څخه، په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو څخه هم تمه لري، چې د خپلو هغو اتباعو مخه ونیسي، چې افغانستان ته د ورانکارو پېښو لپاره د دا خلېدو هڅه کوي.
په تأسف سره باید ووایو، چې په افغانستان کې د نا امنۍ څو وروستۍ پېښې د سیمي د ځینو هېوادونو د اتباعو له لوري ترسره شوي دي، دا ستونزه ایجابوي چې دغه حکومتونه خپل مسؤولیت ادا کړي.