روغتیا
د روغتیا وزارت: هېواد کې به د پولیو ویروس ډېر ژر له منځه ولاړ شي
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د خلکو د پراخې همکارۍ له امله د پولیو ناروغۍ د پېښو شمېر کم شوی او دوی هیله من دي چې ډیر ژر به د پولیو ویروس په افغانستان کې له منځه لاړ شي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د خلکو د پراخې همکارۍ له امله د پولیو ناروغۍ د پېښو شمېر کم شوی او دوی هیله من دي چې ډیر ژر به د پولیو ویروس په افغانستان کې له منځه لاړ شي. دوی د خلکو هراړخیزه همکاري او د روغتیایي کارکوونکو غوره مدیریت د پولیو ناروغۍ د پېښو د کمېدو د اصلي عواملو په توګهیادوي. بلخوا ځینې روغتیا پالان ټینګار کوي چې د پولیو ناروغۍ په ګډون د هر ډول ساري ناروغیو مخنیوی، د خلکو پراخې همکارۍ ته اړتیا لري. افغانستان او پاکستان د نړۍ په کچه دوه هغه هیوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ویروس شتون لري، او د تنکیو ماشومانو ژوند ګواښي.