دینې لیکنې

د روژې د ماتولو په وخت کې دُعاگانې

مولوي عصمت الله عزام
نحمده ونصلي ونسلم علی رسوله الکريم امابعد :
د روژې د ماتولوپه وخت کي دا لاندينۍ دُعاګاني لوستل سنت دي.
اللَّهُمَّ لَكَ صُمْتُ وَعَلَى رِزْقِكَ أَفْطَرْتُ(ابوداود ص:۲۷۸ج:۲)
(ياالله!ستالپاره مي روژه ونيوله اوستاپه روزي مي ماته کړله)
بله دعاء دا ده :
ذَهَبَ الظَمَأُوَابتَلَت العُرُوقُ وَثَبَت الاَجرُان شَاءَاللهُ تَعَالَی
(رواه ابوداودباسنادحسن،مشکات ص:۱۷۵ج:۱)
ژباړه : تنده لاړه،رګونه لانده شول او ان شاءالله تعالی اجرثابت شو!! دغه مسنوني دُعاگاني دي،دا خوبايدولوستل شي،له دې پرته کومه دَُعاء چي د چاخوښه وي،هغه دي ولولي او دخپلو حاجتونوحل دي له الله پاک څخه وغواړي ځکه د روژې د ماتولوپه وخت کي دَُعاگاني قبلېږي. پاته شود پېشنمي په وخت کي دعاگاني. دپېشنمي په وخت کي چي کومي دُعاگاني انسان کول غواړي،ورته اختياردی،خوپه دې شرط چي د گناه ياد خپلوي پرېکولونه وي .
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *