افغانستان

د روژې په میاشت کې د نرخونو د کنټرول لپاره مو لازم تدابیر نیولي دي

سوداګرۍ وزارت د خوراکي توکو نرخونو د کنټرول هڅه پیل کړې ده
سوداګرۍ وزارت وايي، چې سږ کال به د روژې په میاشت کې د خوارکي توکو نرخونه کنټرول او راښکته کړي.د دې وزارت ویاند وايي، چې د احتکار د مخنوي لپاره يې ځانګړي ټیمونه کار کوي او سږنۍ روژه کې به د لومړنیو توکو نرخو کنټرول کړي.
د نوموړي په خبره، اوس مهال د لومړنیو توکو په بیو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی او هڅه کوي په دې برخه کې لا ډير کار ترسره کړي. هر کال د روژې میاشتې په را نږدې کېدو سره ډېری وخت د لومړنیو په ځانګړي ډول د خوراکي توکو بیې لوړیږي، چې خلک یې په لوړه بیه د پیرلو توان نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *