افغانستان

د رياست‌الوزراء اقتصادي کمېسيون: توليدي شرکتونه دې د اوبو اړتياوې له کابل ښاره بهر پوره کړي

شريعت: د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسيون نوبتي غونډه پرون په مرمرينه ماڼۍ کې ترسره شوه.په دې غونډه کې د اصنافو د ملاتړ په موخه پر هغوی د ماليې راکمولو په اړه د ماليې وزارت له لوري وړاندې شوی راپور تائيد او د اقتصادي کمېسيون د تېر ۱۴۰۱/۱/۱۴ مې نېټې پرېکړه تمديد شوه.اقتصادي کمېسيون تېر کال په خپله نوبتي غونډه کې پرېکړه کړې وه چې د اصنافو د ملاتړ په موخه پر هغوی د ټاکل شوې ماليې اندازه له ۱،۵ څخه ۰،۵ سلنې ته راکمه او له يو کال وروسته به د پايلو پر اساس تصميم نيسي.د ماليې وزارت له لوري په وړاندې شوي راپور کې د اقتصادې کمېسيون د تېر کال د پرېکړې پر اساس د دولت خزانې ته په سلګونو ميليونو افغانۍ زيات عوايد را ټول شوي، د اصنافو ستونزې حل او په شمېر کې يې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.همدا راز په غونډه کې د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت د هدايت مطابق، افغانستان ته له بهره د خامې مالګې د توريد د جوړ شوي ميکانېزم په نظر کې نيولو سره، د موقت وخت لپاره اجازه ورکړل شوه. په غونډه کې کانونو او پټروليم وزارت ته سپارښتنه وشوه چې څومره ژر ممکنه وي، داسې پاليسۍ او کړنې غوره کړي چې افغانستان د پخې مالګې په برخه کې پر کور د ننه سرچينو څخه خودکفا شي. همدا راز د ماليې وزارت په مشرۍ جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو په افغانستان کې د مالګې اړوندو کانونو ذخيرې او د فابريکو لخوا توليدي ظرفيت وڅېړي او خپل راپور اقتصادي کمېسيون ته وړاندې کړي.همدارنګه په غونډه کې پرېکړه وشوه څو هغه فابريکې او شرکتونه چې په کابل ښار کې معدني اوبه او غير الکولي مشروبات توليدوي، مکلف دي چې د اوبو ټولې اړتياوې د ټانکرونو په مرسته، له کابل ښار څخه بهر د اوبو له سطحي سرچينو تأمين کړي.د غونډې په پای کې د کابل ښار د اوبو سرچينو د تغذيې په موخه د اقتصادي معاونيت په مشرۍ جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له کابل ښاره بيرون په بل مناسب ځای کې په تدريجي ډول د معدني اوبو او غير الکولي مشروباتو د توليدي فابريکو او شرکتونو او همدا راز د شنو خونو او کرنيزو فارمونو د ځای پر ځای کولو په موخه، يو واضح او عملي طرزالعمل جوړ او د تائيدۍ لپاره يې اقتصادي کمېسيون ته وړاندې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *