اعلامیې

د رياست الوزراء سياسي معاونيت مطبوعاتي اعلاميه

د افغانستان اسلامي امارت د امنيتي ځواکونو په هڅو او د هېوادوالو په همکارۍ، الحمدالله د روژې مبارکه مياشت او د کوچني اختر ورځې په بشپړ امنيت او ارامۍ سره تېرې شوې.د امنيتي ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ او اغېزناک امنيتي پلان له امله ټولو هېوادوالو د اختر خوښۍ له خپلو کورنيو سره په سوله ييزه او ډاډمنه فضا کې تېرې کړې.د رياست الوزراء سياسي معاونيت د افغانستان ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوي رياست د مشرتابه او په ځانګړي ډول د ټولو امنيتي ځواکونو مننه او قدرداني کوي چې شپه ورځ يې د هېوادوالو د امنيت ساتلو هڅې وکړې او بشپړ امنيت يې تضمين کړ. دغه راز له خپلو هېوادوالو څخه هم مننه کوي، چې له امنيتي ځواکونو سره همکار وو.امنيتي ځواکونو ثابته کړه، چې د هېواد د ساتلو او امنيت د ټينګښت مسئوليت په ښه ډول ترسره کولاي شي او هېچا ته به په افغانستان کې د نا امنۍ او يا چاته د ګواښ پېښولو اجازه ورنه کړي. د اسلامي امارت ځواکونه د پولادي غره په څېر د هر

ډول خنډ پر وړاندې د ودرېدو وړتيا لري او بايد حساب ‎پرې وشي.په پاي کې له ټولو هېوادوالو څخه غواړو چې د امنيتي وضعيت او ډاډمنې فضا په ساتلو کې له امنيتي ځواکونو سره خپله همکاري دوامداره وساتي.يو ځل بيا د امنيتي ادارو له مشرانو او ټولو سر سپارلو مجاهدينو څخه مننه او له پاک رب څخه ورته د عظيم اجر دعا کوو.د سوکاله، سوله ييز او مرفه افغانستان په هيله
مولوي عبدالکبير د رياست الوزراء سياسي مرستيال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *