افغانستاناقتصاد او رغونه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال: د غالیو د سوداګرو ستونزې به حل شي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست
ملا عبداللطیف منصور په هرات کې د غالۍ جوړولو له کارخونې څخه د لیدنې ترڅنګ په دغه ولایت کې د غالۍ جوړولو کارخونو له یو شمېر پانګوالو او سوداګرو سره وکتل او هغوی یې په هېواد کې دننه پانګونې ته وهڅول.
د ریاست الوزرا‌‌ء اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال په هرات کې د غالیو جوړولو د دې لویې او معیاري کارخونې فعالیت د ټولو هېوادوالو لپاره د ویاړ ځای یاد کړ او زیاته یې کړه، چې تر دې وړاندې به افغاني غالۍ د نورو هېوادونو په نامه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته لېږدول کېدې، چې اوس الحمدلله د دې او دې ته ورته نورو کارخونو تولیدات د افغانستان په نامه بهر ته صادرېږي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې پانګوالو او سوداګرو له نوموړي سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ځینې ستونزې شریکې کړې او له اسلامي امارت څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال پانګوالو او سوداګرو ته د یادو ستونزو د حل او بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو ملاتړ کوي او له هغوی سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *