افغانستان

د ریاست الوزراء اداري مرستیال: سفارتونه دې د نېکو ډيپلوماټیکو اړیکو د ټینګښت لپاره هڅې وکړي

مولوي عبدالسلام حنفي وایي چې د افغانستان نماینده ګۍ دې له دغو هېوادونو سره د نېکو او حسنه ډپلوماټیکو مناسباتو او روابطو د ټینګښت لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
د رياست الوزرا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون له غرمې مخکې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان جنرال قونسل مولوي سید عبدالجبار سره وکتل. په دې کتنه کې مولوي سید عبدالجبار په کراچۍ کې د افغان کډوالو د وضعیت ننګونو او ستونزو راپور له مولوي عبدالسلام حنفي سره شریک او ویې ویل، چې دوی توانېدلي د کراچۍ د بند خونې ۲ زره ۳۴۲ افغانان آزاد او د پاتې نورو وطنوالو د ازادولو هڅې هم دوام لري. مولوي سید عبدالجبار زیاته کړه، دوی به په پاکستان کې مېشتو او کډوال افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې د خدمت په موخه خپلې ټولې هڅې وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کراچۍ کې د افغانستان له جنرال قونسل سره پر کتنې خوښي څرګنده او په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو ته یې د خدمت په برخه کې د دوی نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وستایلې.‏
حنفي زیاته کړه، چې په ټولو په ځانګړي ډول هغو هېوادونو کې چې د زیاتو افغان کډوالو کوربتوب کوي، سیاسي او قونسلي استازولۍ مسوولیت لري، چې د مراجعینو ستونزو او چارو ته غوره او بهتره رسېدنه وشي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره نېک او حسنه روابط غواړي او د افغانستان نماینده ګۍ دې له دغو هېوادونو سره د نېکو او حسنه ډپلوماټیکو مناسباتو او روابطو د ټینګښت لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *