افغانستان

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال:هر څوک چې هېواد ته را وکرځي، دلته به يې عزت خوندي وي

‎شریعت: د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د تېرې ادارې د ولسي جرګې له دویم مرستیال نجیب الله ناصر سره چې تازه هېواد ته راستون شوی په خپل کاري دفتر کې وکتل.

‎شریعت: د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د تېرې ادارې د ولسي جرګې له دویم مرستیال نجیب الله ناصر سره چې تازه هېواد ته راستون شوی په خپل کاري دفتر کې وکتل.
‎په دې کتنه کې نجیب الله ناصر هېواد ته پر راتللو خوښي
وښوده او له اسلامي امارت څخه یې مننه وکړه، چې د افغان شخصیتونو د بېرته راستنولو لپاره یې کمېسیون رامنځته کړی او عمومي عفوه یې اعلان کړې ده.
‎ ناصر وویل، چې ټول افغانان په خپل هېواد کې خوندي او با عزته ژوند لري او په اوسني وخت کې هېواد د ټولو افغانانو یووالي او ګډ کار ته ضرورت لري.
‎نوموړي زیاته کړه، د پخوانۍ ملي شورا د غړو په شمول ګڼ بهر مېشتي افغانان چمتو دي، چې هېواد ته راوګرځي.
‎د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نجیب الله ناصر ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې د نظام پایښت، د هېواد رغولو او له ستونزو څخه د خلاصون لپاره اړتیا ده چې ټول هېوادوال په ګډه د همکارۍ لاسونه سره ورکړي.
‎مولوي عبدالکبیر وویل، هر څوک چې هېواد ته راوکرځي دلته به یې عزت او ابرو خوندي وي او له درنښت ډک ژوند به ولري.
‎نوموړي دغه راز له ټولو افغانانو وغوښتل، چې هېواد ته راستانه شي او په ګډه د هېواد په آبادۍ کې ونډه واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *