افغانستان

د ریاست الوزراء کفيل: د اسلامي امارت مسؤلین شپه ورځ د ولس لپاره خدمت کوي

د ریاست الوزراء کفيل د کابل د هودخېلو او د لویې پکتیا له يو شمېر قومي مخورو سره په کتنه کې وویل چې د اسلامي امارت مشران او مسؤلین شپه او ورځ نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي ترڅو د افغانانو ستونزې هوارې کړي.
د ریاست الوزرا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر پرون د کابل د هودخېلو او په کابل کې د لویې پکتیا له يو شمېر مېشتو قومي مخورو او دیني عالمانو سره وکتل.
‏د ریاست الوزرا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په‌ياده کتنه کې دغو مشرانو له اسلامي امارت څخه د بشپړ ملاتړ په څرګندولو سره وویل، چې دوی د اسلامي نظام تر شا ولاړ دي او په دې برخه کې له هېڅ ډول قربانۍ درېغ نه کوي.
دغو قومي مخورو د اسلامي امارت د مشرانو له همکارۍ مننه وکړه چې تل یې د خلکو غږ اورېدلی او دروازې یې د ولس پر مخ پرانیستې دي.
دوی زياته کړه، افغان ولس د اسلامي امارت د بریا لپاره زياته قرباني ورکړه او اوس هم د اسلامي نظام د پايښت او بقا په موخه د خپلو مشرانو تر شا ولاړ دي.
راغلو مشرانو او دیني عالمانو څرګنده کړه، چې د اسلامي امارت په بریا سره یې یو شمېر ستونزې هوارې شوې او د پاتې مسایلو د حل په موخه یې خپل وړاندېزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال او کفيل سره شریک کړل.
ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر د هودخېلو او په کابل کې د لویې پکتیا مېشتو مشرانو ته د هرکلي ویلو ترڅنګ وويل، د اسلامي امارت مشران او مسوولین شپه او ورځ نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي ترڅو د افغانانو ستونزې هوارې کړي.
مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې وویل، چې د ولس او حکومت تر منځ د واټن له منځه وړل د اسلامي امارت موخه ده او د افغانستان اسلامي امارت مشران هم د همدې موخې لپاره شپه او ورځ زيار ګالي.
د یو بل خبر له مخی، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر تیره ورځ د خوست ولايت د ګربزو له يو شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.
د ریاست الوزرا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ګربزو قومي مخورو له اسلامي امارت څخه په ملاتړ وویل، د اوسني حکومت په هلوځلو په ټول هېواد کې امنیت تامین، د لویو بدبختیو لمن ورټوله او افغانان د واحد نظام تر چتر لاندې ژوند کوي.
دوی زیاته کړه، ګربز هم لکه د نورو وروڼو قومونو په شان له حکومت سره هر ډول همکارۍ ته حاضر دي.
د دغو مشرانو په وینا په خوست کې قومي جوړښتونه له سیمه ییزو چارواکو سره همغږي او له نږدې ورسره همکاري کوي.
ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مشرانو ته د ښه‌ راغلاست ترڅنګ وويل، چې د ګربزو ولس په شل کلن جهاد کې خپل کورونه هم د مجاهدینو خدمت ته وقف کړي وو او د نورو افغانانو په څېر یې په یاده موده کې سختۍ او تکلیفونه وګالل.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت د ټولو ولسونو په چوپړ کې دی او دوی هر وخت کولای شي چې په زغرده خپل وړاندېزونه او غوښتنې ورسره شریکې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *